نړیوال خبرونه

کروندګر: طالبانو له بديل کښت پرته زموږ د کوکنارو کښتونه ويجاړ کړي دي

فراه ولایت بزګران شکایت کوي چې د طالبانو حکومت له بديل کښت پرته د دوی د کوکنارو کښتونه ويجاړوي خو د بديل کښت په برخه کې د مرستې ژمنه نه‌ ده ورسره شوې

ولي محمد چې په خپله پنځه جريبه ځمکه کې يې کوکنار کرلي او تازه يې د طالبانو د حکومت نظامیانو کښت ورویجاړ کړی وايي: د پور په پیسو يې ځمکه خړوبه کړې وه خو اوس چې يې د کوکنارو کښت ويجاړ شوی، د خپلې کورنۍ د یوه کال روزي يې له لاسه وتلې ده.

نوموړی وايي: “د ډېرې مجبورۍ او مفلسۍ له امله مې کوکنار وکرل، کله چې د کوکنارو بوټي لږ غټ شول طالبان راغلل ټول کوکنار يې رامات کړل او ما ته يې هم تُندې خبرې وکړې. ما ورته وويل چې زه د ټراکټور او اوبو له امله ډېر تاواني شوی يم، پيسې مې پور کړي دي، زما سره مرسته وکړئ، خو دوی تر اوسه زما سره مرسته نه‌ده کړې. له يوې خوا پوروړي راپسې دي او بل مې کښت هم ویجاړ شو.”

ولي محمد زياتوي، په کومه ځمکه کې چې ده کوکنار کرلي وه، که اوس بل څه په‌کې وکري اوبه غواړي، خو دی د دومره اوبو پيسې نه‌ لري چې په خپله ځمکه کې بل څه وکري.

د فراه ولایت يو بل اوسېدونکی صادق وايي: د دې ولایت ډېری بزګران د مجبورۍ او بې‌وزلۍ له امله کوکنار کري، دوی بديل کښت او اوبو دوامداره سرچينو ته اړتیا لري.

نوموړی وايي: “دا خلک بديل کښت ته اړتیا لري، داسې نه‌شي چې بیا دې ناوړه کښت ته مخه کړي. باید حکومت د بزګرو لپاره بديل کښت په پام کې ونيسي، خلک له اقتصادي پلوه ستړي او اوبه تر ځمکه لاندې ډېرې کښته دي، باید پر هغو مهمو پروژو کار وشي چې د ولس په ګټه وي، زموږ راتلونکی ورباندې ولاړ وي او هغه تضمينوي.”

د طالبانو حکومت د افغانستان په ډېری ولایتونو کې د دلوې د مياشتې له لومړیو ورځو راهيسې د کوکنارو د کښت ويجاړول پيل کړي دي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه يې نژدې اووه زره جريبه ځمکې د کوکنارو له بوټو څخه پاکې کړي دي.

د فراه ولایت د امنيې قوماندانۍ ویاند مولوي محمد بدري وايي، دوی په وروستيو څو ورځو کې يوازې په فراه ولایت کې لسګونه جريبه ځمکې د کوکنارو له کښت څخه پاکې کړي دي.

نوموړی وايي: “سږ کال د فراه ولایت په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي او کشفي ځواکونو له خوا د نشه يي بوټو ۶۵۰ جريبه کښتونه ويجاړ شوي دي.”

یو کال کېږي چې د طالبانو د حکومت له‌خوا د نشه يي بوټو کښت منع شوی دی خو دوی تر اوسه نه‌ دي توانېدلي چې بزګرو ته د بديل کښت په برخه کې اسانتیاوي برابرې کړي

د زراعت کارپوه عبدالله عليزی وايي، له زراعت سره د ډېرو کورنیو، په تېره بیا د کوکنارو له کښت سره تړاو ته په کتو سره، که د دې ولایت له بزګرو سره مرستې و نه‌ شي، بې‌وزلي به نوره هم ډېره شي.

ښاغلی عليزی وايي: “باید د کوکنارو د کښت منع کولو د ناوړو اغېزو د مخنيوي لپاره مسئول بنسټونه د بديل کښت په ترويج او اوبو د سرچينو په چمتو کولو کې له بزګرو سره همکاري وکړي، باید همکاره موسسې هم دې برخې ته ډېر پام وکړي.”

فراه له هغو ۲۲ ولایتونو څخه ده چې په وروستيو کلونو کې ډېر کوکنار په کې کرل کېدل او دا ولایت په وروستیو کې د هيرويينو او ښیښې جوړولو په خورا لوی مرکز اوښتی دی.

نور ولولئ: طالبان:د کوکنارو کښت باید بدل شي

په دې ولایت کې د هيرويينو او ښیښې جوړولو د ډېروالي يو دلیل په پراخه پيمانه د ومان بوټي موجودیت دی چې د کېمياوي نشه يي موادو په جوړولو کې کار ځنې اخيستل کېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button