نړیوال خبرونه

طالبان:مونږغواړواینده کې امریکا او نورو هېوادونو سره ښه اړیکې ولرو

طالبان:مونږغواړواینده کې امریکا او نورو هېوادونو سره ښه اړیکې ولرو طالبانو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې پرېکړې تود هرکلی کړی چې غواړي د روان میلادي کال تر پایه خپل ټول ځواکونه له افغانستان نه را بهر کړي.

طالبانو یې په دې اړه اعلامیه خپره کړې، او ویلي یې دي چې دا اقدام د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې د عملي کولو په برخه کې خورا مثبت ګام دی.طالبان اعلامیه کې وړاندې زیاتوي چې دوی هم د امریکا سره د سولې هوکړې ټولو مواردو ته ژمن دي. دويي وايي چې باید ټولې ښکیېلې خواوې سولې ته ژمن اووسیږۍ او افغانستان کې پایداره سوله ته کار وکړي.

د دغه ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د طالبانو له لوري په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې طالبان به راتلونکې کې د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړیکې وپالي.او خپل سیاسي تعلقات به هم د نورو ملکونو سره وساتي.دويي دا هم غواړي چې د نورو ملکونو سره اقتصادي او تجارتي تعلقات وساتي.همداراز دويي غواړي چې یو داسې نظام ولري چې د افغانانو حقوق پکې خوندي وي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د روان میلادي کال د پای ته رسېدو او د کرسمس ورځې وړاندې به خپل ټول ځواکونه له افغانستان وباسي.ښاغلي ټرمپ همداراز ویلي چې غواړم سر تیري ‍مو امریکا ته بېرته را واپس شي. او خپلو فامیلونو سره یوځای شي ترڅوددويي د نشتون احساس ورسره کم شي او په خوشالی ژوند وکړي.

رویټرز: ولسمشر ټرمپ به ډېرژرافغانستان کې خپل د عسکروکمولواعلان وکړي
رویټرز: ولسمشر ټرمپ به ډېرژرافغانستان کې خپل د عسکروکمولواعلان وکړي

بلخوا د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د ټرمپ پرېکړه ټاکنیزه بولي او پر وینا یې غواړي چې خلکو ته وښیي پر خپلو ژمنو ولاړ وو او عمل یې پرې وکړو.دويي وايي چې دا صرف د خبرو پورې محدود وي او عمل به پرې پوره پوره ونشي. کابلوف وایي افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شتون د سیمې له ثبات او امنیت سره مرسته کوي او د افغانستان نه د ځواکونو وتل باید د سیمې وضعیت سره تړلې وي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button