سیمه ییز خبرونه

طالبانو ایران ته له کمال خان بند اوبه ور پرې اېښې دي

طالبانو د کمال خان بند دروازې پورته کړي او ایران ته یې اوبه ور پرې اېښي دي

ایران هر وخت پر طالبانو نیوکه کړې چې له کمال خان بند اوبه نه ور پرېږدي، خو طالبانو بیا دا څووم ځل دی چې دغه هېواد ته اوبه پرېږدي.

دا معلومه نه ده چې په دې روانه میاشت کې ورښتونو به د کمال خان بند کاسه ډکه کړې وي او کنه، خو د طالبانو ویاند وايي، ددغه بند کاسه ډکه او ایران ته یې حق‌ابه ورخوشې کړې ده.

د کمال خان بند اوبه د ایران د سیستان او بلوچستان ولایتونو ته ځي او هلته ایرانیان په زراعت او څښاک کې ګټه ترې اخلي.

د حق‌ابې په اړه د ایران جدي غوښتنه

د هلمند له سینده د ایران د حق‌ابې تامینول، له طالبانو د ایراني چارواکو یوه جدي غوښتنه وه؛ هغه مسئله چې په دې وروستیو کلونو کې د کابل او تهران تر منځ د ناندریو د زیاتېدو لامل هم شوې ده.

ښاغلي مجاهد په دې هکله زیاته کړه:«زموږ هڅې روانې دي چې، په افغانستان کې اوبیزې زېرمې ډکې شي او هغه ژمنې چې له ایران سره یې لرو، هم په پام کې ونیسو. د اوبو خوشې کول هم سم دي.»

نور ولولئ: امیر عبداللهیان امیر خان متقي ته ویلي: د هلمند سیند اوبو کې حقابه مو جدي غوښتنه ده

نور ولولئ: د ایران یوه سرچینه وایې د کمال خان بند اوبه سیستان ته رسېدلې

له دې سره سم، نیمروز کې ځينې کروندګر وایي چې، د وروستیو وچکالیو له امله سخت زیانمن شوي او ټینګار کوي چې، په لومړي ګام کې باید دوی د کمال خان بند له اوبو برخمن شي.

kama khan1
طالبانو ایران ته له کمال خان بند اوبه ور پرې اېښې دي

بې له سیاسي معادلې د اوبو ورکړه

له یوې خوا نیمروز، هلمند او فراه ولایتونه وچکالي ځپلي او خلک یې له طالبانو غواړي چې اول دې د کرونده‌ګرو او خلکو اړتیاوې پوره کړل شي او وروسته دې بیا ګاونډیان خوشاله ساتي.

بل لورته سیاسي کارپوهان وايي، طالبان بې له کوم سیاسي معادلې او امتیازه نه شي کولی چې ایران ته د کمال خان بند اوبه ورشي کړي، ځکه دا ډول لویې پرېکړې په ملت پورې اړه لري.

خو طالبان بیا ټینګار کوي او وايي، دوی ایران ته یوازې خپله حق‌ابه ورکړي او اضافي اوبه یې نه دي ور خوشې کړي.

د افغانستان او ایران تر منځ د اوبو تړون په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د موسی شفیق او د ایران د لومړي وزیر امیر عباس هویدا تر منځ لاسلیک شو. د دغه تړون له مخې افغانستان باید په هره ثانیه کې ایران ته ۲۶ متر مکعب اوبه ورکړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button