کورني خبرونه

طالبانو دوحه کې د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو له سفیرانو سره لیدلی

  افغانستان  افغانستان

طالبانو دوحه کې د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو له سفیرانو سره لیدنه وکړه چی د طالبانو د خارجه  وزیر امیر خان متقي په مشرۍ د دې ډلې یو پلاوي د چارشنبه  ورځ دوحه کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې او ګڼو نورو هېوادونو له سفیرانو سره هم لیدنه وکړه .

په دې ډله کې د جرمني، کاناډا، فنلنډ، نیو زیلنډ، ایټالیا، سویلي کوریا، اروپایي ټولنې، اسپانیا،‌ امریکا،‌ ناروې، سویډن،‌ هالنډ،‌ اسټرالیا، بریتانیا او جاپان استازو  هم ګډون کړی. دې لیدنه  کې د افغانستان پر امنیت او بشري وضعیت،‌ عامې روغتیا، اقتصادي او سیاسي ستونزو ، بشري حقوقو  او د نجونو د زدهکړو پر  موضوعاتو خبرې شوې. د طالبانو د خارجه  وزارت ویاند عبدالقهار بلخی پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دوی پر ټولو هېوادونو غږ کړی  چې کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزۍ.

دا هم ولولئ | طالب چارواکي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت د بیا پرانیستلو خبر ورکړی.

ښاغلي بلخي زیاته کړې  طالبانو دې ناسته کې شریکو هېوادونو ته اطمنان ورکړ چې افغانستان کې اړ وګړو ته د بشري همکاریو رسولو لپاره به ثبات تامنیوي په دوحه کې د افغانستان لپاره د بریتانیا ماموریت شازدافیر مارټېن لانګډن پر  خپله  ټوېټر پاڼه  لیکلي دې ناسته کې یې طالبانو سره د نجونو د زدکړو،‌ ترهګرۍ او بشري‌ حقوقو  په  تړاو  سپینې خبرې کړې. ښاغلی وایی  هوډ وښود چې د افغانستان د وګړو  د ښېګڼې لپاره به دا ډول ناستو ته دوام ورکوي.

تېره اګست میاشت کې طالبانو پر افغان مرکز کابل واکمنۍ څخه وروسته زیاتو  لویدیځو هېوادونو کابل کې خپل سفارتونه وتړل. د چین، پاکستان،‌ روسیې او ترکیې په شمول  یو شمېر هېوادونه لا هم کابل کې فعال سفارتونه لري خو امریکا او اروپایي‌ ټولنې خپل ټول ماموریتونه دوحې ته لېږلي.

طالبانو له هغه رادیخوا  خپل حکومت او سرپرسته کابینه هم اعلان کړي خو تر اوس مهال  د نړۍ د هېڅ کوم هېواد له طرفه  په رسمیت نه دي پېژندل شوی. طالب چارواکي داسې مهال د بهرنیو هېوادونو له سفیرانو سره لیدنه کړی  چې افغانستان له سخت اقتصادي او بشري کړکیچ  سره مخامخ دی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button