سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

طالبانو د امنیت شورا د څارونکې کمېټې راپور ته غبرګون وښود

طالبانو د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو څارونکې کمېټې وروستی رپوټ رد کړ

د طالبانو حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد دغه رپوټ “یو اړخیز، غیر متوازن او له واقعیته لېرې” بللی دی.

ښاغلي مجاهد یوه علامیه کې ویلي چې دوی “د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د تعزیراتو دوام او دا ډول راپورونه یې له تعصبه ډک او د خپلواکۍ او عدم مداخلې اصولو سره په ټکر کې بولي.”

په دې رپوټ کې ویل شوي دي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې د تحلیل او څارنې ټیم په خپل وروستي رپوټ کې ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو لپاره په خوندي ځای بدل شوی، طالبان د خپلو پخوانیو استبدادي پالیسیو پر خوا ګرځېدلي، د مشرانو ترمنځ یې اختلافات موجود دي، واک او صلاحیتونه یې مشر (مولوي هبت الله اخوندزاده) انحصار کړي او یو شمېر مشران یې د نشه‌يي‌ توکو قاچاق کې لاس لري.

نور ولولئ: طالبان په رسمیت پېژندلو کې له نړۍ ګیله‌من دي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا څارونکې کمېټې زیاته کړې، دا هیله هم کمه ده چې د طالبانو دغه پالیسي دې په لنډه یا منځمهاله موده کې بدله شي.

خو طالبان دا هر څه ردوي

ذبیح الله مجاهد دغه رپوټ ته په غبرګون کې ویلي چې دغه مطرح شوي موضوعات “بې اساسه تورونه” دي‌ او دا چې دوی یې “د افغانستان له خپلواک ولس او نظام سره ښکاره دښمني او د تېرو شلو کالو بي‌اساسه تبلیغاتو بې‌ ګټې او مغرضانه تکرار بولي.”

هغه دا غوښتنه هم کړې چې دا لړۍ دې ودرول شي.

نوموړي زیاته کړې چې د دوی د مشرانو ترمنځ اختلاف نشته او دا هم په کلکه ردوي چې د افغانستان خاوره دې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو خلاف وکارول شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو څارونکې کمېټې ویلي و چې طالبانو بهرنیو ترهګرو ته د ازاد فعالیت د اجازې په ورکولو سره امریکا سره د سولې تړون په اډانه کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې احکام نه دي عملي کړي.

خو ښاغلي مجاهد خپله اعلامیه کې ویلي چې “د افغانستان اسلامي امارت (د طالبانو حکومت) ټینګار کوي چې خپلو ژمنو ته متعهد دی او د دې ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې ګاونډیو، سیمې او نړۍ هیوادونو ته هېڅ ډول ګواښ متوجه نه دی او افغانستان هیچا ته د دې اجازه نه ورکوي چې خاوره يې د نورو خلاف” وکاروي.

هغه دا ادعا هم کړې چې واک ته تر بیا رسېدو وروسته یې افغانستان کې د نشه‌يي‌‌ توکو کښت،‌ تولید او قاچاق په بې ساري ډول کم شوی دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button