سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

طالبان په رسمیت پېژندلو کې له نړۍ ګیله‌من دي

دا څووم ځل دی چې طالبان په رسمیت پېژندلو کې له نړیوالې ټولنې ګیله کوي

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د نړیوالې ټولنې له خوا د دوی د ادارې په رسمیت نه پیژندل د دواړو لورو په زیان بولي.

د شنونکو باور څه دی؟

د شنونکو په وینا، طالبان داسې مهال له نړیوالې ټولنې رسمیت غواړي چې دوی تر اوسه نه اساسي قانون لري او نه هم داسې بله وثیقه چې د دوی د نظام ډول معرفي کړي. د نظر خاوندان وايي، تر څو چې په هېواد کې د نجونو ښوونځي، پوهنتونونه او نور بشري حقوق خوندي نه شي، فکر نه کېږي چې نړۍ دې د طالبانو اوسنی رژیم په رسمیت وپېژني.

زیات ولولئ: امریکا یو ځل بیا د طالبانو هر ډول په رسمیت پیژندل رد کړل

خو پر دې ټولو سربېره شاهین ټینګار کوي او وایي چې کابل او نړیواله ټولنه باید له رامنځته شویو فرصتونو ګټه واخلي، د طالب مشرانو پر سفرونو بندیزونه ایسته کړي، خو نړیوالې ټولنې نه یوازې طالب مشران له تور لېسته لرې کړي بلکې دې لېست یې نور هم ورزیات کړي دي. همداراز، د طالبانو د سیاسي دفتر مشر له نړیوالې ټولنې دا هم وغوښتل چې، پر دوی د فشارونو پر ځای د تعامل او همکارۍ لاره غوره کړي.

په ملګرو ملتونو کې د نصیر احمد فایق د کار پر دوام نیوکه

شاهین چې پخوا د طالبانو لخوا په ملګرو ملتونو کې د کابل د استازي په توګه معرفي شوی و، د افغانستان د استازي په توګه د “نصیر احمد فایق” د کار پر دوام نیوکه وکړه او ویې ویل چې نوموړی د پخواني حکومت استازی دی او د خلکو او هېواد استازیتوب نه کوي.

نوموړي دغه راز د طالبانو له استازو پرته د نړیوالو غونډو جوړېدل بې ګټې وګڼل او له هغو هېوادونو یې وغوښتل چې د افغانستان په اړه د غونډې کوربه توب کوي، په دغو غونډو کې د ګډون لپاره د افغانستان واکمنې ادارې ته بلنه ورکړي.

طالب چارواکي دا ډول څرګندونې په داسې مهال کوي، چې نړیواله ټولنه د دوی د رژیم افراطي کړنې او قیودات، دوی سره د نړیوال تعامل پر وړاندې خنډ بولي. بل لور ته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي و، چې د افغانستان لپاره د امریکا خاص استازی دې په نورو هېوادونو کې د افغانستان په اړه د غونډو جوړولو پر ځای دې له طالبانو سره مخامخ همکاري او له نږدې کار وکړي تر څو ستونزو ته ګډ حل پیدا شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button