طالبانو له تاتارستان هېواد سره ۱۸۳ میلیون ډالرو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اړوند خبرونه:
د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج
شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د افغانستان او تاتارستان ترمنځ د ۱۸۳ میلیونه ډالرو په ارزښت یو شمېر سوداګریزې هوکړې لاسلیک کړې.
د طالبانو د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر نن (پنج شنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه هوکړې د دواړو خواوو د خصوصي سکټور ترمنځ لاسلیک شوې.
سرچینه زیاتوي چې دغه هوکړې د خوړو، الوتکو د تولید، اوبو، تېلو او ګازو، برېښنايي وسایلو د تولید، صابون، حفظ الصحې محصولاتو، ساختماني موادو او اوسپني ویلي کولو په برخو کې وشوې.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې، په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال اولیک ویلادیمروویچ کورو بچینکو افغانستان د دغه هیواد د تېلو په نندارتون کې د ګډون بلنه هم ورکړل شوې ده.
دا هوکړې داسې مهال لاسلیک کېږي، چې تېره یکشنبه د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د ۲۰ میلیونه ډالرو هوکړې لاسلیک شوې.