طالبانو له یوناما سره د کوچنیو مالي تمویلاتو په اړه خبرې وکړې

اړوند خبرونه:
د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج
شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي
د افغانستان مرکزي بانک چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی اعلان کړی چې نور احمد آغا، د دې بانک رئیس، له روزا اوتونبایوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، سره د کوچنیو مالي تمویلاتو په اړه خبرې کړې دي.
په یوې اعلامیه کې چې د سهشنبې په ورځ، د دلوې ۷مه، د طالبانو تر ادارې لاندې مرکزي بانک لخوا خپره شوې، راغلي چې په دې ناسته کې د مرکزي بانک رئیس د افغانستان د اقتصادي پرمختګ په برخه کې د کوچنیو مالي تمویلاتو د پرمختګ پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا بانک ژمن دی چې په ټول هېواد ته مالي خدمات پراخ کړي.
هغه زیاته کړه چې دا تمویلات کولی شي چې د هېوادوالو لپاره اقتصادي فرصتونه برابر کړي او د کوچنیو سوداګریزو فعالیتونو او پانګونو د پیاوړتیا سبب شي.
طالبانو ویلي چې روزا اوتونبایوا په دې خبرو کې د کوچنیو مالي تمویلاتو رول په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې مهم بللی او د ملګرو ملتونو په دې برخه کې د تلپاتې همکارۍ ټینګار کړی دی.
د طالبانو په خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) د رئیس په وینا راغلي چې په افغانستان کې د مالي او بانکي سیستم ملاتړ کولی شي د خلکو د ژوند شرایطو ښه کولو او د اقتصادي پرمختګ مرسته وکړي.
دا ناسته په داسې حال کې ترسره شوې ده چې د افغانستان اقتصادي وضعیت لا هم د مالي بندیزونو او نړیوالو محدودیتونو له امله له ګڼو چلنجونو سره مخ دی.