هنر او ادب

طالبانو پر حکمتیار له بندیز وروسته د هغه د تلویزون خپرونې هم بندې کړې

طالبانو د بریا او نور تلویزونونو خپرونې هم بندې کړي او تر هغه به اجازه ورنه کړي څو چې محکمې فیصله نه وي کړي

طالبانو د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب بریا رادیو تلویزون او د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي نور تلویزون خپرونې بندې کړې.

طالبان وايي، دې تلوېزونونو «ملي او اسلامي ارزښتونه نه مراعتول» ځکه وتړل شول او چې محکمه کې یې د دوسیو پرېکړه کېږي خپرونې به یې بندې وي.

یادو رسنیو ته د اخطار ورکولو خبره

د طالبانو د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو کمېسون وايي، دغو دوو ادارو ته بیا بیا خبرداری ور کړل شوی و، خو اصول یې مراعت نه کړل، ځکه یې خپرونې بندې شوې.

د طالبانو دا ګام له هغه یوه ورځ وروسته دی چې پرون بریا تلوېزون خپل یوټیوب چینل کې د اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار د تېر اختر د لیدنو ویډو خپره کړه.

نور ولولئ: ګلبدین حکمتیار: ولسمشر غني د یوې شورا په جوړولو موافقه کړې

نور ولولئ: له امریکا سره د طالبانو له نوي معاملې “ګلبدین حکمتیار” پرده پورته کړه

له دې خبر څو ساعته وروسته طالبانو پر ګلبدین حکمتیار له نورو خلکو سره د لیدنو بندیز هم ولګاوه.

د طالبانو عدلیې وزارت تېره اونۍ د سیاسي ګوندونو پر فعالیت هم د بندیز بیا خبرداری ور کړ.

د عدلیې وزیر په یوه غونډه کې په ځانګړي ډول د حکمتیار یادونه وکړه او ویې ویل، «حزب حزب یادوي، خو په دې نه پوهېږي چې حزب یادول جرم دی.»

طالبان او پر رسنیو ددوی محدودیتونه

د طالبانو واکمنېدو سره پر ازادو رسنیو او د بیان پر ازادۍ د محدودیتونو زیاتېدو سره په تېرو دوه نیمو کلونو کې ډېرې رسنۍ وتړل شوې.

د خبریالانو او د رسنیز ډګر د وضعیت په اړه د خبریالانو د ملاتړ سازمان په خپل وروستي راپور کې لیکلي، د جمهوریت د وخت له ټولو ۲۴۸ټلویزیونونو اوس‌ ۶۸ټلویزیوني شبکې، له ۴۳۸ راډیوګانو ۲۱۱ راډیوګانې، له ۹۱ ورځپاڼو ۱۱ چاپي ورځپاڼې پاتې دي او شاوخوا ۶۰۰ښځینه خبريالانې اوس‌مهال پر دندو بوختې دي.

دې ادارې دا هم ویلي چې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې دمګړۍ هیڅ خبریاله یا ښځینه کارکوونکې په رسنیزو چارو بوخته نه ده.

پر دې سربېره طالبانو څو میاشتې وړاندې په خوست ولایت کې له راډیوګانو د ښځو پر غږ خپرېدو هم بندیز ولګاوه چې د ګڼو نړیوالو بنسټونو له نیوکو سره مخامخ شول.

کارپوهان وايي، طالبان ټولې رسنۍ یوازې د ځان په ګټه د تبلیغاتو لپاره کاروي، خو طالبان بیا دا مني.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button