نړیوال خبرونه

طالبانو کندهار کې څو سیمه ایزې رسنۍ تړلې او یو شمېر کارکوونکي یې نیولي

په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ ادارې وايي چې د طالبانو حکومت په کندهار کې څو سیمه ایزې رسنۍ تړلي او یو شمېر کارکوونکي یې نیولي دي. د افغانستان د خبریالانو مرکز نن دوشنبه مارچ ۲۸ (وري اتمه) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د طالبانو د استخباراتي ادارو کارکوونکو د ملت غږ، تبسم، زما او څانګې راډیوګانو په دفترونو چاپې وهلې دي.

دا مرکز وايي چې طالبانو د دغو ادارو لږ تر لږه شپږ کارکوونکي له ځان سره بیولي دي. په دغو رسنیو تور دی چې د موسیقۍ د نه خپرولو په اړه یې د طالبانو تګلارې او اصول نه دي مراعت کړي. د طالبانو استخباراتي ادارو یوه ورځ مخکې په کندهار کې سیمه ایزو رسنیو ته خبرداری ورکړی و که یې موسیقي خپره کړه، جدي چلند به ورسره وشي.

د افغانستان د خبریالانو د فدراسیون غړي عبدالصمد حامد پویا په ټولنیزو رسنیو کې یوه اعلامیه خپره کړې ده او ویلي دي چې طالبانو په تېرو دوو ورځو کې په کورنیو او بهرنیو رسنیو باندې قوي بندیزونه لګولي دي. نوموړي د طالبانو دا اقدام د بیان د ازادۍ «سانسورول» او «جدي خطر» بللی دی. په همدې لړ کې د امریکا غږ ادارې د طالبانو له لوري د د دغې ادارې په خپرونو [اشنا تلویزون] د بندیز پرېکړه غندلې ده او د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتي چې په دې اړه خپلې پرېکړې ته له سره کتنه وکړي.

د اشنا تلویزون خپرونې د مارچ په ۲۷ نېټه په افغان خصوصي تلویزونو کې بندې شوې. د امریکا غږ د «اشنا تلویزون» په نامه افغانستان ته خپرونې لرلې چې د طلوع، طلوع نیوز او لمر تلویزون څخه خپرېدلې. تر دې مخکې د امریکا غږ اشنا تلویزون څه باندې یوه لسیزه د افغانستان ملي تلویزون له لارې خپرونې لرلې. د طالبانو د دغه تازه اقدام په غبرګون کې د امریکا غږ یوه نوې خپرونه «اتصال»، چې په شمشاد تلویزون کې خپرېدله، هم بنده شوې ده.

نور یی ولوله | سور صلیب: په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو د کچې د ټيټوالې په اړه اندېښنه لري

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي دي چې د رسنیو لپاره دې د «کار ازاده او له ترهې پرته» فضا برابره کړي. په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د بیان او رسنیو ازادي د حکومتونو یوه لویه لاس ته راوړنه بلل کېده، خو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې د طالبانو له راتګ وروسته، دا ازادي محدوده شوې او لا محدودیږي.

ملګرو ملتونو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو سازمانونو د رسنیو او بیان د ازادۍ په اړه اندېښنې څرګندې کړي او ویلي که طالبان نړیوال مشروعیت غواړي، باید د خلکو حقونو ته درناوي وکړي. تر دې دمه نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button