طالبانو په خوست کې په راډیوګانو کې د نجونو پر ټیلیفوني اړیکو بندیز ولګاوه

طالبانو په خوست کې راډیوګانو ته امر کړی چې خپرونو کې د نجونو ټیلیفوني اړیکې مه اخلئ
په افغانستان کې رسنۍ او خبریالان د طالبانو وروستیو محدودیتونو او سانسور راوستو اندېښمن کړي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په خوست ولایت کې طالبانو رسنیو ته د ښځو له لوري د ټیلیفوني اړیکو مخه نیولې او دغه کار یې «ناجایز» بللی.
دغه مرکز وايي، طالبانو د رسنیو مسوولانو ته خبرداری ورکړی، چې که دوی د ښځو ټیلیفونې اړیکې ځواب کړي «محاکمه» به شي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو یو رسمي مکتوب خپور کړی چې په کې د خوست د امنیه قوماندان عبدالرشید عمري لاسلیک لیدل کیږي.
طالبانو رسنۍ په اخلاقي فساد تورنې کړې
په دغه رسمي مکتوب کې ښاغلي عمري اعلان کړی چې په خوست ولایت کې رسنیو ته د ښځو او نجونو له لوري ټیلیفوني اړيکه منع ده.
د طالبانو په رسمي مکتوب کې چې د شنبې په ورځ د کب په پنځمه لاسلیک شوی، په خوست کې یو شمېر خصوصي راډیوګانې «اخلاقي فساد» ته په هڅولو تورنې شوې دي.
نور ولولئ: د راډیو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې راډیویي خپرونې ولې بې کیفیته دي؟
نور ولولئ: طالبانو په کندهار ولایت کې پر تصویر او ویډیو اخیستو بندیز لګولی
نور ولولئ: د طالبانو ښځو ضد پالیسي؛ په هلمند کې د رسنیو له لارې د ښځو پر غږ بندیز لګولی
په دغه مکتوب کې ویل شوي چې ځينې ښځې او نجونې د ټولنيزو پروګرامونو پر مهال او يا د ښوونځيو د ښوونیز نصاب د خپرولو پر مهال راډيوګانو نو زنګونه کوي او دا يې د «نا مشروع اړیکو» او د «اخلاقي فساد» د هڅولو يوه بېلګه بولي.

په دغه مکتوب کې ټینګار شوی چې سیمه ییزې راډیوګانې او ټلویزیونونه د پوهنې له ریاست څخه د ښوونځیو د نصاب د خپرولو اجازه نه لري. په مکتوب کې خبرداری ورکړل شوی چې که له دغه حکم څخه سرغړونه وشي، د رسنیو مسوولان به احضار او محاکمه شي.
د رسنیو مرکز وايي چې طالبان د قوانینو خلاف روان دي
د افغان خبريالانو مرکز وايي چې دا مهال په خوست ولايت کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ملي راډيو او تلويزيون ترڅنګ ١٥ خصوصي راډيوګانې او درې خصوصي تلويزيونونه فعاليت کوي.
د افغانستان د خبريالانو مرکز د خوست د امنيې قوماندانۍ ګواښ د دې ولايت د خبريالانو او رسنيو د مسوولانو احضارول او محاکمه کول يې د رسنيو د قانون خلاف عمل بللى دى.

دغه مرکز په خوست ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندان لیکلي اخطار «بې ساري» بللی او په رسنیو کې د طالبانو د لاسوهنې نه کولو غوښتنه کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په افغانستان کې د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د څېړلو د کمېسیون فعالیتونه له خنډ سره مخ شوي او نامسوول چارواکي په مستقیم او غیر مستقیم ډول رسنۍ ګواښي.
له دې وړاندې د خوست امنیه قوماندان پر نن ایف ایم سیمه ییزه راډیو ورننوتلی و او هر څه یې یې وینجاړ کړي وو.