ځایی

طالبانو، کابل کې ۲۲زره لیتره الکولي مشروبات سوزولي

طالبانو په کابل کې هغه ۲۲زره لیتره الکولي مشروبات سوزولي چې د بېلابېلو عملیاتو پرمهال یې نیولي وو

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د کابل په ده سبز کې له درې ټنو زیات نشه یي توکي او ۲۲ زره لیتره مایع نشه یي توکي وسوځول.

د کابل په ده سبز کې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت له لوري څه باندې ۲۶ زره کیلو ګرامه جامد او مایع نشه يي توکي وسوځول شول.

په کابل او نورو ولایتونو کې نیول شوي نشه یې توکي

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې د پولیسو رییس وایي چې دغه اندازه نشه يي توکي د کابل په ګډون له مرکزي ولایتونو څحه د څه باندې دوه زره عملیاتونو په لړ کې کشف او ضبط شوي دي.

له نشه يي توکو سره د مبارزې د پولیسو لوی رییس، احمدالله احمدي و ویل: « د دغه پلاوي په حضور کې او ستاسې پر وړاندې اوس ۳۷۹ کیلوګرامه تریاکه د دغه پلاوي په لاس سوځول کیږي. ۶۳۵ کیلوګرامه هیرویین هم ان شاالله سوځول کیږي.»

نور ولولئ:  د نشه‌يي توکو ډېرېدل؛ طالبان د تاجکستان ولسمشر څرګندونې ناسمې بولي

نور ولولئ: په سویلې ولایتونو کې کروندګرو بېرته د کوکنارو کرلو ته مخه کړه

بل لور ته د کورنیو چارو وزارت وایي، دمګړۍ په هیواد کې د نشه يي توکو کښه او تولید صفر ته رسیدلی خو بشپړ له منځه وړل یې د سیمه ییزو هیوادونو او نړیوالې ټولنې همکارۍ ته اړتیا لري.

23283312960 39d7d4aa47 b
نشه يي توکي

د نړیوالې ټولنې نه همکاري

د کورنیو چارو وزارت ویاند دغه راز په هیواد کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د نړۍوالې ټولنې پر نه همکارۍ نیوکه کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع وايي: «سره له دې چې ژمنه یې کړې وه خو له بده مرغه هیڅ همکاري یې نه ده کړې، خو افغانستان خپل هرڅه، ټوله بودیجه او له کانونو راټوله شوې بودجه پر دې ولګوله چې روږدي ختم شي، او له دغې بدې پدیدې سره جدي مبارزه وشي.»

د نشه يي توکو د ابتدايي محکمې رییس، روح الله حبیبي هم څرګنده کړه: «دوی یې له پاکستانه باروي او بیا زموږ په هوايي ډګر کې نیول کیږي. د پاکستان په بندرونو کې نه نیول کیږي، په هوايي ډګرونو کې یې نه نیول کیږي، د افغانستان په هوايي ډګر کې نیول کیږي. دلته یې راوړي چې نورو اروپايي هېوادونو ته یې واستوي او اسلامي امارت بدناموي.»

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د نشه يي توکو په لېږد او کاروبار ځینې طالب چارواکي هم نیول شوي وو.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button