کورني خبرونه

طالبانو په غزني کې د ډرن الوتکې برید رد کړ

طالبان وايي، په غزني کې ډرون برید نه دی کړی بلکې دا خلک افواهات خپروي

په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې په غزني کې د ډرون په برید کې د القاعدې شبکې غړي په نښه شوي دي او دا برید په ګیرو ولسوالۍ کې شوی، خو طالبان بیا وايي، هلته کوم برید نه دی شوی.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس ویلي وو چې ډرون الوتکې د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې د القاعدې شبکې غړي په نښه کړي دي.

خو د غزني لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د افغانستان د ملي امنیت د پخواني رییس دا ادعا ردوي چې په دغه ولایت کې تېره یکشنبه ډرون برید شوی دی.

تېره یکشنبه غزني کې چاودنه

رحمت الله نبیل ویلي، چې د غزني په ګېرو ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د هند نیمه وچې لپاره د القاعدې غړي په نښه شوي دي.

خو حمدالله نثار نن د ښاغلي نبیل د دغې ادعا په غبرګون کې په خپل اېکس کې زیاتوی: «نه په غزني کوم برید شوی او نه هم هلته داسې څوک شته چې په افواهاتو کې یې یادونه شوې ده.»

نور ولولئ: ملا یعقوب: زموږ هوايي حریم لا هم اشغال دی

نور ولولئ: طالبان:کابل کې د ظواهري د حضور په اړه هیڅ معلومات نه لري

نور ولولئ: امیر خان ممتقي د ډرون الوتکو په اړه څه ویلي دي؟

د غزني په ګېرو ولسوالۍ کې تېره یکشنبه په یوه چاودنه کې د ماشومانو په ګډون د ۹ کسانو د وژل کېدو خبر خپور شو.

خو سرچینې دغه برید ډرون یادوي

هغه مهال د طالبانو امنیه قومندانۍ وویل، چې دا چاودنه د روسیې د وخت د ناچاودې مرمۍ له امله وه.

خو پرون یوې سرچینې ویلي، چې دلته ډرون برید شوی او پکې۱۲ تنه وژل شوي دي.

رسنیو د هغه لیک یوه کاپي هم ترلاسه کړې، چې له مخې یې د طالبانو مشر د غزني په ګېرو کې د بې پېلوټه الوتکې د برید او د دغو الوتکو د څارنې په اړه د بېړنۍ غونډې او پلټنې غوښتنه کړې وه.

رحمت الله نبیل د دې خبر له خپرېدو وروسته په ایکس پاڼه لیکلي، چې د برید هدف د هند په نیمه وچه کې د القاعدې ډلې غړي وو، چې په پاکستان، هند، بنګله دېش او میانمیار کې د اسلامي خلافت د جوړولو لپاره له دغو هېوادونو سره په جګړه بوخت دي.

نوموړی زیاتوي؛ هغه بې پیلوټه الوتکه چې دا برید یې کړی، د پاکستان له یوې اډې څخه یې الوتنه کړې ده.

له دې وړاندې ډرون بیا په کندهار کې هم هوايي ګرمې کړي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button