ځایی

طالبانو په ننګرهار کې د ۱۷ سیمه ييزو رسنیو فعاليت ځنډولی

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، طالبانو په ننګرهار کې ۱۷ رسنیزې رسنۍ تړلي دي

د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي، چې د طالبانو مخابراتو وزارت په ننګرهار کې د ۱۷ سيمه ييزو رسنیو نشرات د فريکونسۍ د ماليې د نه ورکړې له امله بند کړي دي.

دغه مرکز د اندېښنې په څرګندولو له طالبانو غوښتې، چې پر خپله دغه پرېکړه غور او عادلانه چلند دې وکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دوشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) په يوې اعلاميه کې ويلي، چې د طالبانو د مخابراتو وزارت اړوند اترا ادارې په ننګرهار کې د سيمه ييزو راډيوګانو او ټلویزیونو ته شفاهي او مکتوبي خبرداری ورکړی، چې که د فريکونسۍ ماليه ور نه کړي فعاليت نه شي کولی.

په تړل شویو رسنۍ کې تلویزونونه هم دي

د خبريالانو د مرکز د معلوماتو له مخې؛ په ننګرهار کې دا مهال د شرق، بهار او ارزښت په نومونو درې خصوصي ټلویزيونونه او د همېشه بهار، نن، ارزښت، شرق، مزل، صفا، مينه، دوست، منار، مرام، حقیقت، هوډ، سپين غر او الفت په ګډون د ۱۴ راډيو فعاليت درلود، چې نن د طالبانو له لورې يې فعالیت بند شوی.

نور ولولئ: د طالبانو ښځو ضد پالیسي؛ په هلمند کې د رسنیو له لارې د ښځو پر غږ بندیز لګولی

نور ولولئ: طالبانو په کندهار ولایت کې پر تصویر او ویډیو اخیستو بندیز لګولی

نور ولولئ: د راډیو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې راډیویي خپرونې ولې بې کیفیته دي؟

په اعلامیه کې راغلي، چې طالبانو د ننګرهار د سيمه ييزو رسنيو مسولينو ته خبرداری ورکړی، که د دغه ډلې د اطلاعاتو او کولتور رياست سره د جواز فريکونسۍ د ماليې د ورکړې موضوع حل نه کړي دفترونه به یې هم ور وتړي.

afghan 2024 08 06t085316.378
افغان رسنۍ

د مرکز په اعلامیه کې ويل شوي، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم دغه ډلې تر دې مخکې په دې ولایت کې د انعکاس ټلویزيون، نرګس او اصلاح راډيو نشرات هم بند کړي وو.

د مالیې د ورکړې قانون

د افغانستان د خبريالانو مرکز د طالبانو د مخابراتو او ټېکنالوژۍ وزارت اړوند د اترا ادارې له لوري په ټول افغانستان کې د جوازونو د فريکونسيو ماليې د ورکړې د قانون تطبیق اندېښمن کړي دي

دغه مرکز د سيمه ييزو رسنيو د جوازونو د فريکونسي د ماليې اړوند ویلي: «د ننګرهار د سيمه ييزو راډيوګانو او ټلویزیونو مسوولين باید د لومړۍ درجه ولایت په توګه هر کال یو لک اته زره افغانۍ او ۲۵ ډالره ماليه ورکړي، په داسې حال کې رسنۍ په خراب اقتصادي حالت کې دي او له يوه څخه تر لسو کلونو پوروړي هم دي.»

د خبريالانو د ملاتړ دغه مرکز د اندېښنې په ښودلو زياتوي، چې واک ته د طالبانو په رسېدو اقتصادي ستونزې زياتې شوي او د رسنيو د عاید تر ټولو مهمه سرچينه سوداګريز اعلانات هم کم شوي.

مرکز له طالبانو غوښتي، چې دا مهال رسنۍ په خراب اقتصادي حالت کې دي او پورونه يې باید معاف شي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button