تجارت خبرونه

طالبانو په ګمرکونو کې، ۱۴۰۲ کې د ۱۷۹ زره ټنه توکو د قاچاق مخنیوی کړی

د طالبانو تر کنټرول لاندې مالیې وزارت وايي، د ۱۷۹ زره ټنو توکو د قاچاق مخنیوی شوی دی

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د مالیې وزارت چارواکي وايي چې ګمرکي چارواکو یې، په ۱۴۰۲ مالي کال کې شاوخوا ۱۷۹زره ټنه قاچاقي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د هېواد په ګمرکونو کې د مهمو آسانتیاوو برابرولو سربېره؛ له فساد سره جدي مبارزه شوې او د ممنوعه او قاچاقي توکو مخنیوی شوی دی.

هغه سیمې چې د قاچاق مخنیوی په کې شوی

وزارت زیاته کړې چې د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو او مسوولینو، په ۱۴۰۲مالي کال کې د کندهار، نیمروز، فراه، خوست، پکتیا، هرات، هلمند او ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې د ۱۷۸زره ۱۹۴ټنه بې کیفیته او ممنوعه توکو د واردولو مخه نیولې چې په کې طبي، زراعتي او یوناني درمل، خوراکي، نشه یي او نور توکي شامل دي.

نور ولولئ: د نشه‌يي توکو ډېرېدل؛ طالبان د تاجکستان ولسمشر څرګندونې ناسمې بولي

نور ولولئ: په سویلې ولایتونو کې کروندګرو بېرته د کوکنارو کرلو ته مخه کړه

د سرچینې په وینا، دغه توکي چې په قاچاقي ډول له غیر رسمي لارو له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه پاکستان څخه افغانستان ته راوړل کېدل، ترلاسه شوي او عاملین یې اړوندو ارګانونه ته معرفي شوي دي.

د طالبانو بیا واکمېدو پر افغان ځوانانو کېدونکی انساني قاچاق

د توکو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې د طالبانو هڅې یو شمېر خلکو ستایلي او ویلي، چې دغه رژیم له ټولو ستونزو سره په داسې ځینو برخو کې جدیت او لاسته راوړنې لري.

د نشه یي توکو کر او قاچاق ته مخه کول

ځینو سرچینو ویلي،‌ د تېرو دوو میاشتو راهیسې د هلمند په یو شمېر ولسوالیو کې کرونده‌ګرو یوځلې بیا د نورو ولایتونو او سیمو پرتله ډېرو د کوکنارو کر ته مخه کړې.

دوی زیاتوي:« د تاریاکو قیمتونه لوړ شول په مارکېټ کې تریاک کم شوي او خلک مجبوره دي چې کوکنار وکري خلک یې په پټه کري. بزګران بله لاره نه لري ځکه طالبانو امر کړی دی، چې تریاک بند دي نور نو د بزګرانو په کیسه کې نه دي چې هغوی څه شی وخوري.»

خو پر ځینو طالب چارواکو هم دا تور دی چې د نشه يي توکو او نور قاچاق کې دوی ښکېل دي او له همدې لارې سرمایه داره شوي دي.

په هلمند، کندهار، روزګان، فراه او ځینو نورو ولایتونو کې د کوکنارو او نورو نشه یي توکو په بیو کې د لوړېدو مسئولین دوی دي، ځکه دوی ددغه تور بازار په کاروبار کې ژورې رېښې لري او پانګونه په کې کوي.

په ورته وخت کې طالبان بیا دا ډول تورونه ردوي او وايي، دوی په قاچاق کې ښکېل نه دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button