نړیوال خبرونه

طالبانو کابینې د سیمه ییزو ارګانونو ادارې نوم او فعالیت ساحه بدل کړی

د طالبانو کابینې د سیمه ییزو ارګانونو ادارې نوم او کاري ساحه بدل کړي او د ښاروالیو عمومي ریاست ته یې د دې ادارې نوم بدل کړی دی.

د باختر دولتي خبري اژانس په رپوټ ویل شوي، د طالبانو کابینې له نوې پرېکړې سره به دا اداره له کابل ښاروالۍ پرته د ټولو ولایتونو او ولسوالیو د ښاروالیو چارې سمبالوي.

د سیمه ییزو ارګانونو اداره د افغانستان مخکیني حکومت له مهمو ادارو یوه وه، چې په مستقیم ډول یې د ولسمشر تر څارنې لاندې فعالیت کاوه. د والیانو، ولایتي شوراګانو، ښاروالانو د فعالیتونو څارنه د دې ادارې له مسوولیتونو بلل کېدل.

نور یی ولوله | طالبان وایې چې له دې وروسته به د کال لومړۍ میاشت د مالي کال پیل هم وي

د ولسمشر له لاسلیک وروسته د والیانو لېرې کول او ګومارل هم د دې ادارې واک بلل کېده. د یادونې ده، چې طالبان والیان د خپل مشر په امر او لاسلیک ګوماري.

د سیمه ییزو ارګانونو پخوانۍ ادارې د وېبپاڼې معلوماتو له مخې ۱۳۸۶ کال کې د افغان ولسمشر په امر دغه اداره د ۳۴ ولایتونو او ۳۷۴ رسمي او غیر رسمي ولسوالیو او ۱۵۳ ښاروالیو د چارو ادارې په موخه رامنځته شوې. د دې ادارې په تشکیل کې ۷۶۹۳ کارکوونکو دنده درلوده.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button