اقتصاد او سوداګري

طالبان بریتانیا ته؛ د افغانستان د کنګل شوي شتمنۍ په ازادولو کې راسره مرسته وکړئ

د طالبانو رژیم له بریتانیا غوښتي چې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په ازادولو کې ورسره مرسته وکړي

د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر رابرت ډیکسن د طالبانو د سوداګرۍ خونې له غړو سره لیدلي دي. په دغې لیدنه کې د طالبانو د سوداګرۍ خونې مرستیال د بریتانیا سفارت له شارژدافیره غوښتي، چې د افغانستان بانک د کنګل شویو پیسو په ازادولو کې دې ورسره مرسته وکړي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس ویلي، چې یونس مومند په قطر کې د بریتانیې سفارت له دغه چارواکي سره ژمنه کړې چې طالبان به له نړۍوالو سره په اړیکو کې ارزښتناک ګامونه پورته کړي.

د بریتانیا او طالبانو تر منځ اړیکې

بریتانیا د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او د طالبانو سره د بریتانیا د حکومت اړیکي د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو له مراعتولو سره تړلي بولي.

د طالبانو د سوداګرۍ خونې مرستیال یونس مومند د بریتانیا استازي ته ویلي، چې افغانستان د منځنۍ، سویلي او مرکزي اسیا تر منځ د اتصال حیثیت لري او له افغانستانه دغو هېوادونو ته د سوداګریزو توکو لېږد په عادي بڼه دوام لري.

نور ولولئ: د ټاپي پروژې تطبیق لپاره تخنیکي چمتووالی نیولی

نور ولولئ: طالبان: سبا چهارشنبه (وږي ۲۱مه) د ټاپي پروژې پرانېسته کېږي

دا لومړی ځل نه دی، چې طالبان له نړۍوالو څخه د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو غوښتنه کوي؛ تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم د افغانستان بانک د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو غوښتنه کړې وه.

د افغانستان کنګل شوي شتمني

واک ته د طالباو له رسېدو وروسته، له ۹ مېلیارډ ډالرو د افغانستان زیاته شتمني په امریکا او نورو اروپايي بانکونو کې کنګل شوه.

امریکا د ۲۰۲۲ کال د نومبر په ۲۱مه د دغې شتمنۍ د ساتلو لپاره په سویس کې اماني صندوق جوړ او د دغې شتمنۍ درې نیم مېلیارډه ډالر یې دغه صندوق ته ولېږدول.

له دغه صندوق څخه د مالي کړکېچ د مخنیوي، د برېښنا د بېلونو ورکړه، د پاسپورټونو او بانکي پیسو د چاپولو او نورو برخو کې کار اخیستل کېږي.

رابرت ډیکسن د طالبانو له دغه پلاوي سره د لېدو په اړه کوم بیان نه دی خپور کړی؛ خو نوموړي د جمعې په ورځ د یو شمېر نارینه او ښځینه افغان سوداګرو سره لیدلي و.

نوموړي په دې برخه کې لیکلي و:« د خصوصي سکټور د پیاوړتیا په برخه کې به د هغو مېرمنو ملاتړ وکړي، چې دا مهال د طالبانو تر ظلم او ستم لاندې دي.»

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button