نړۍ

طالبان جرمني ته؛ د افغان ډیپلوماټانو مصونیت لغوه کړئ

سرچینو ویلي، طالبانو له جرمني غوښتي چې د افغان دیپلوماتانو دیپلوماتیک مصونیت لغوه کړي

دیپلوماتیکو سرچینو افغانستان انترنشنل ته وویل، طالبانو له جرمني غوښتي چې برلین او بن کې د تېر حکومت د ديپلوماتانو دیپلوماتیک مصونیت لغوه کړي.

سرچینې زیاتوي طالبان د جمهوریت د وخت د دیپلوماتامو د مصونیت لغوه کېدو سره غواړي جرمني ته خپل کسان ولېږي او کنټرول خپل کړي.

د دی په خبره، اړوند دیپلوماتانو له طالبانو سره د تعامل هڅه کړې، خو طالبانو تعامل رد کړی.

سیاسي نمایندګۍ د طالبانو په واک کې ورکول

سرچینې وايي کله چې د مجرمو افغانانو ستنولو په اړه برلین له طالبانو سره په دوحه کې خبرې پیل کړې؛ نو د طالبانو ترې وغوښتل د افغانستان سیاسي نمایندګیو کونسلي برخې د طالبانو په واک کې ورکړي.

ديپلوماتیکو سرچینو د افغانستان انټرنشل خبریال عبدالحق عمري ته ویلي، چې جرمني هم د طالبانو غوښتې ته د هو ځواب ویلو سره په برلین او بن کې د افغانستان سیاسي نمایندګیو سره تماس نیولی دی.

د جرمني بهرنیو چارو وزارت افغان ډیپلوماټاتو ته ویلي، طالبانو ترې غوښتي چې په برلین او بن کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام سفیر او سرکونسل په کډون د دېپلوماتانو دېپلوماتیک مصونیت لغوه کړي، ځکه باید دوی په اړه تصمیم ونیسي.

نور ولولئ: په نړیوال سیاست کې د متحده عربي اماراتو رول؛ پوتین اماراتو او سعودي عربستان ته سفر کوي

نور ولولئ: امریکا به اوکراین ته د جرمني په څېر غښتلی هوايي دفاعي سېستم ورکړي

طالبانو دوه میاشتې مخکې د برلین او بن په شمول یو شمیر اروپايي هېوادونو، اسټرالیا او کاناډا کې د افغانستان زیاتره سیاسي نمایندګیو کونسلي چارې بې اعتبارې اعلان کړې دي.

دغه سرچینې زیاتوي د طالبانو له دې ګام سره « دوی غوښتل له طالبانو سره تعمل وکړي خو طالبانو نه یوازې د کونسلي چارو کې تعمل غوښتنه کوله بلکې د بیعت لفظ یې هم کاراوه.»

د نویو ډيپلوماټانو د منلو هڅې

دغه ديپلوماتیکي سرچیني وايي طالبان په دې هڅه کې دي، چې د کونسلي چارو کنټرول ترڅنګ د پخواني حکومت دېپلوماتانو دیپلوماتیک مصونیت لغوه کړي؛ ترڅو پر جرمني د کابل نوي ديپوماتان ومني.

د دوی په خبره، که د جرمني حکومت د طالبانو غوښتنه ومني او له دوی ديپلوماتیک مصونیت واخیستل شي نو مجبور دي چې په کوربه او یا هم نورو بهرنیو هېوادونو کې سیاسي پناه واخلي.

د جرمني په برلین او بن کې د افغانستان په سیاسیو نمایندګیو کې شاوخوا ۱۴ دیپلومات په کار بوخت دي.

افغانستان انټرنشنل ته د رسیدلو د معلوماتو له مخې، په مونیخ کې د افغانستان کونسلګرۍ له دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره تعامل کړی دی.

سرچینې زیاتوي، چې په ناروې کې د افغانستان پر سفارت هم ورته فشارونه شته، چې دغه استازولي هم له طالبانو سره تعامل وکړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button