سفر خبرونه

د بښنې نړیوال سازمان: له پاکستانه د افغان کډوالو “یو ځايي” اېستل به بشري ناورین وي

د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان غوښتي چې افغان کډوال له دغه هېواده ټول په یو ځای راونه باسي

یاد سازمان په خپله اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې د پاکستان د حکومت له‌خوا د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوام به د ډېرو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

د بښنې نړیوال سازمان له اسلام اباد غوښتي، چې د کډوالو له یو ځايي اېستلو ډډه وکړي.

د پناه غوښتونکو افغانانو د قضیې د ګړندیتوب غوښتنه

دغه سازمان له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو د پناه غوښتنې او بیا مېشتېدنې قضیې ګړندۍ کړي.

rf (1)
افغان کډوال

د دې ترڅنګ دغه سازمان ویلي، چې د پاکستان حکومت باید ډله‌ییزه اېستنه ودروي او د بشري حقونو نړۍوال قانون سره سم دې د کډوالو حقونه خوندي کړي.

د کډوالو د اېستنې دویمه لړۍ د طالبانو او پاکستان ترمنځ له وروستیو ترینګلتیاوو وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پنجاب حکومت ته امر کړی، چې د اپرېل له ۱۵مې نېټې څخه د هغو افغان کډوالو د اېستلو لړۍ هم پیل کړي، چې د کډوالۍ ځانګړي اسناد لري.

نور ولولئ: د کډوالو لپاره د ناروې پلاوی: افغانستان کې ۵۰ سلنه افغانان فقر کې ژوند کوي

نور ولولئ: هېواد ته راستانه شوي کډوال

له بل پلوه پاکستانۍ ورځپاڼې ډان په خپل یوه خپور شوي راپور کې لیکلي، د پاکستان دولت د دغه هېواد پولیسو ته ویلي چې د افغان کارت لرونکو کډوالو د اوسېدو سیمې دې ژر تر ژره مالومې کړي.

دا ځل به کارت لرونکي کډوال باسل کېږي

پاکستاني چارواکو ویلي، چې د دوی د پرېکړې له مخې به د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو هم پیل شي.

rf
هغه افغان کډوال چې پاکستان کې د اوسېدو کارتونه لري

ډان ورځپاڼې د خپلو سرچېنو له قوله لیکلي، پاکستاني پولیسو ته سپارښتنه شوې چې د کارت لرونکو افغان کډوالو د اوسېدو ځایونه دې په نښه کړي.

تر دې وړاندې وړمه اونۍ د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي و، د وروستیو شمېرو له مخې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر ۲۴مې پورې نږدې ۵۲۵۰۰۰ افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته راستانه شوي، چې ډېری یې بې اسناده وو.

دغه سازمان همدارنګه ویلي، چې د راپورونو له مخې د ۲۰۲۴کال په اپرېل کې د ستنېدونکو یوې بلې لړۍ لپاره چمتووالی نیسي.

د یادونې وړ ده، کوم کډوال چې په دې وروستیو کې له پاکستان په جبري توګه راستانه کړل شوي، په هېواد کې د بې‌روزګارۍ او نورو ګنو ستونزو سره مخامخ دي.

ویره داده چې که پاتې کډوال هم له پاکستانه راستانه کړل شي، نو افغانستان به له ستونزو سره مخامخ کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button