کورني خبرونه

د کډوالو لپاره د ناروې پلاوی: افغانستان کې ۵۰ سلنه افغانان فقر کې ژوند کوي

دغه پلاوی زیاتوي، دمګړۍ په افغانستان کې ۵۰سلنه خلک په فقر کې ژوند کوي او بې‌روزګاري زیاته ده

افغانستان کې کډوالو لپاره د ناروې د پلاوي دفتر وايي، دمګړۍ ۵۰ سلنه افغانان په بې وزلۍ او فقر کې ژوند کوي.

یاد بنسټ د نړۍوال بانک له قوله ویلي، د افغانستان نږدې نیمایي نفوس د لومړنیو اړتیاو د پوره کولو لپاره پوره سرچینو ته لاسرسی نه لري.

د دغه بنسټ مسوولین یو ځل بیا ډاډ ورکوي چې، له افغانانو په ځانګړې توګه له ښځو او ماشومانو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د اوږد مهاله مرستو لپاره پلان

افغانستان کې کډوالو لپاره ناروې د پلاوي دفتر حقوقي مسوولې، بیکي روبي وویل: « له افغان ولس سره له بېړنیو بشري مرستو سربېره موږ د اوږد مهاله مرستو لپاره پلان جوړوو چې له مخې یې خلک کولی شي د خپلو ستونزو لپاره دایمي حل لارې ومومي.»

له دې سره سم، د خوړ نړۍوال پروګرام هم په یوه راپور کې ويلي چې، د روان کال په فبرورۍ میاشت کې یې په افغاستان کې له څه باندې ۷ میلیونه کسانو سره یې د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته کړې ده.

نور ولولئ:  افغان ښځې له طالبانو د دوی پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو ختمول غواړي

نور ولولئ:  کابل کې د مېرمنو مجبوریت او بې‌وزلي

د سیاسي چارو شنونکي، میر شکیب میر وویل: « په اوسنیو حالاتو کې هېواد کې د بې  کارۍ او فقر کچه لوړه ده، په دغه ډول حالاتو کې د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري د افغانانو ته د مرستو رسول په رڼه توګه یې بې وزلو کورنیو ته وېش یو مهم امر دی.»

kabul
په افغانستان کې فقر او د خلکو بې‌روزګاري

د سیاسي چارو یو بل شنونکي، سید مسعود هم وویل: « دغه مرستې سره له دې چې ډېرې نیمګړتیاوې لري کولای شي د خلکو یو اندازه ستونزې حل او د بې وزلۍ کچه ټیټه کړي.»

مرستندویه بنسټونو مرستو ته اړتیا

اقتصاد وزارت بیا په اوسنیو شرایطو کې د مرستندویانو د فعالیتونو دوام د افغانستان لپاره مهم ګڼي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبدالطیف نظري وویل: « مرستندویه بنسټونه د خپلو مرستو په دوام سره کولای شي له بشري او پراختیایي اړخه د افغانستان له اقتصادي وضعیت سره مرسته وکړي او زموږ غوښتنه همدا ده چې ټول نړۍوال مرستندویه بنسټونه خپلو مرستو ته دوام ورکړي.»

د خوړو د نړۍوال پروګرام له لوري د خپرو شویو شمېرو لمخې، دمګړۍ په افغانستان کې نږدې ۱۶ میلیونه کسان د خوړو له نا امنۍ سره مخ دي.

د یادونې وړ ده چې د هرې ورځې په تېرېدو په افغانستان کې د فقر او بې وزلۍ لمن پراخېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button