نړیوال خبرونه

طالبان: د هلکانو او نجونو ټول ښوونځي پرانیستل کیږي

طالب چارواکي وایي سږکال به په ټول افغانستان کې نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته ولاړې شې. د څو میاشتو نا معلوم حالت څخه وروسته چې آیا طالبان به په بشپړه توګه میرمنو او نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړي او که نه، د پوهنې د وزارت ویاند عزیز احمد ریان د يوې خبري اژانس ته نن پنجشنبه مارچ ۱۷ (کب۲۶) ویلي چې ټول ښوونځي به د ټولو هکلانو او نجونو لپاره پرانیستي وي”.

ښاغلي رویان د هلکانو د ښوونځیو لپاره نه خو د نجونو لپاره د نویو شرایطو خبره هم کړې. هغه ویلي چې د نجونو او هلکانو ټولګي به بیل وي او نجونو ته به یوازیې ښځینه ښوونکې درس ورکوي. د پوهنې د وزارت ویاند همدرانګه وویل چې د هیواد په ځینو برخو کې چې ښوونکې نه وي، د پاخه عمر نارینه به اجازه ولري چې نجونو ته درس ورکړي.

ښاغلي زیاته کړه، ” سږ کال به هیڅ ښوونځی تړلی نه وي او که چیرته کوم ښوونځی تړلی وي، دا د پوهنې د وزارت مسؤلیت دی چې پرانیزي یې”. طالبان د تیر کال د اګست په میاشت کې واک ته ورسیدل او سره لدې چې د واکمنۍ یې څه باندې ۶ میاشتې تیریږي تر اوسه د هغوي حکومت هیڅ یو هیواد یا نړیوالې ادارې په رسمیت ندی پیژندلی. نجونو او میرمنو ته ښوونځي او پوهنتون ته د تګ اجازه ورکول د طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې یوه مهم غوښتنه ده.

نور یی ولوله | په امریکا کې د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ وتړل شوې

طالبان پداسې وخت کې د نجونو او هلکانو لپاره د ښوونځیو د پرانیستلو خبر ورکوي چې تازه ملګرو ملتونو په افغانستان کې خپل ماموریت او د دې هیواد سره په رسمي توګه د خپلو اړیکو د برقرارۍ لپاره یو پریکړه لیک منظور کړ. په پریکړه لیک کې د یوناما څخه غوښتل شوي چې د افغانستان د سیاسي ډلو سره دې خبرو اترو ته دوام ورکړي او په ملي او سیمه ایزې کچې دې د جنسي، توکمیز او مذهبي توپیر پرته د ټولشموله، ځواب ورکوونکي او پداسې حکومتدارۍ تمرکز وکړي چې ټولو پکې برخه او استازیتوب ورکړل شوی و.

د پریکړه لیک په مسودې کې همدارنګه ویل شوي چې میرمنو ته بشپړه، برابره او معنی داره برخه ورکړل شي. سره لدې چې طالبانو واک ته تر رسیدو وړاندې ژمنه کړې وه چې میرمنو ته به عامه چارو کې ونډه ورکوي خو د هغوي په سرپرستې کابینې کې تر ټولو ستر مقام د ملالي زیږنتون مشري ده چې یوې میرمنې ته یې ورکړی او د کابینې په کچه هیڅ یوه میرمن نشته.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button