Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

طالبان د ښځو د نیونو په تړاو د یوناما اندېښنې بې ځایه بولي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې افغانستان کې د ښځو په تړاو د یوناما اندېښنې بې ځایه دي

طالبان د ښځو ضدتګلارو کې د ښځو پر وړاندې ځپونکي حرکتونه کوي چې د نړیوالو بنسټونو اندېښنې یې ډېرې کړي دي.

ذبیح الله مجاهد زیاتوي: “ افغان مېرمنې په خپله حجاب مراعاتوي، زور زیاتي ته اړتیا نه لري او د امربالمعروف له خوا هم له چاسره زور زیاتی نه دی شوی.”

مجاهد پنجشنبه (د مرغومې ۲۱مه) پر خپله اېکس پاڼه زیاتوي، چې په دې اړه شوی پروپاګند حقیقت نه درلود.

mujahid (1)
انځور؛ طالب ویاند ذبیح الله مجاهد

وروسته له هغې چې په کابل او یو شمېر ولایاتو کې د طالبانو له خوا د بې حجابۍ په تور یو شمېر نجونې او مېرمنې ونیول شوې په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما نن وویل، چې د وروستیو پېښو په اړه په ژوره توګه اندېښمن دي.

د ښځو نیول د یوناما له لوري مستندېدل

یوناما په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې، په کابل او دایکنډي ولایتونو کې یوناما د حجاب د فرمان د پلي کولو یو لړ کمپاینونه مستند کړي دي، چې د حاکمو چارواکو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت او پولیسو له خوا ترسره شوي دي.

اعلامیه زیاتوي، چې په پلازمینه کابل کې په لویه کچه ښځو او نجونو ته اخطارونه ورکړل شوي او توقیف شوي دي. همدا راز د دایکنډي ولایت په نیلي ښار کې هم ښځې او نجونې توقیف شوې دي.

نور ولولئ: یوناما وايي د طالبانو لخوا په میرمنو د کار کولو بندیز غندو خو افغانستان کې د پاتې کیدو ژمنه کوو

نور ولولئ: یوناما وايي، ۱۵ زره کسان د طالبانو په زندانونو کې پراته دي

نور ولولئ: د یوناما مشره د ښځو پر وړاندې د طالبانو تګلارې غندي

په اعلامیه کې یوناما د ناسم چلنداو له خبریدو پرته نیونو د پلټنې خبره هم کړې او ویلي یې دي، چې د اجرايي عملیاتو له اړخه د مذهبي او توکمیزو اقلیتونو ټولنې په غیر متناسب ډول اغیزمنې شوي دي.

taliban
انځور؛ طالبان ښځې نیسي او موټر ته یې ور ټېله کوي.

یوناما وړاندې وايي: “د دوی د خلاصون لپاره محرم، یا نارینه سرپرست را غوښتل شوی تر څو یو راتلونکی اجرایي ضمانت پاڼه لاسلیک کړي، که نه له سزا سره به مخامخ شي. یوناما همدارنګه د هغو ادعاوو پلټنه هم کوي چې ددوی د خوشې کولو په بدل کې د پیسو غوښتنه شوې”.

د ښځو په نیولو کې فزیکي تاوتریخوالی

په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا په حواله ویل شوي: ”په پلي کېدونکو اقداماتو کې فزیکي تاوتریخوالی په خاص ډول د ښځو او نجونو لپاره سپکونکی او خطرناک دي“.

له دې وړاندې احسان الله ثاقب چې د کابل ښار د ١٨مې امنيتي حوزې امر دى، د مرغومي ١٩مه په کابل کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې په دې وروستیو کې یې د کابل ښار يو شمېر ښځې او نجونې د «بې حجابۍ» په تور نیولې دي.

درې ورځې وړاندې په رسنیو کې د هغې ویډیو له خپرېدو وروسته چې طالبانو د کابل په ښار کې ښځې او نجونې په زور موټر ته پورته کولې، د دغې ډلې د امربالمعروف وزارت چارواکو وويل چې په دغه ښار کې یې سوالګرې راټولې کړې دي.

خو د طالبانو د امربالمعروف وزارت تر دغه خبر وروسته د دغې ډلې مشر ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې ومنله چې په کابل ښار کې یې د «بې حجابۍ» په تور یو شمېر ښځې او نجونې نیولې دي او د ده په خبره دغه کار یې په دې برخه کې د سمون راوستو په پار کړی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button