اقتصاد او سوداګري

طالبان: روسي سوداګر د پنجشیر پر کانونو پانګونې ته تږي دي

طالبان وايي، روسي سوداګر د پنجشیر پر کانونو پانګونې ته لېواله او په دې برخه کې پانګونه کوي

هاخوا بیا د کانونو د برخې کارپوهان وايي، طالبانو د افغانستان کانونه په نامسلکي بڼه استخراجوي چې د افغانستان پر راتلونکې منفي اغېز کوي.

پر طالبانو بله نیوکه دا کېږي چې د کانونو د استخراج پروسه شفافه نه ده، ځکه د لاسته راغلو عوایدو او په قرارداد ورکولو کې له ولس او رسنیو سره معلومات نه شریک کېږي.

د پنجشیر پر زمردو پانګونه

په پنجشېر کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ویلي، چې يو شمېر روسي سوداګر او د کانونو د برخې کارپوهان لېواله دي چې د پنجشير پر کانونو پانګونه وکړي.

طالبانو د روسي پانګوالو له قوله ويلي، چې هغوی لېواله دي چې د پنجشیر په زمردو پانګونه وکړي.

نور ولولئ: د افغانستان کانونه؛ قراردادونه یې شفاف او استخراج یې مسلکي نه دی

نور ولولئ: د امو نفتي حوزې د ۸ څاګانو استخراج پیل شو

نور ولولئ: د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون نن چهارشنبه د (چنګاښ ۲۷مه) د پنجشېر لپاره د طالبانو والي محمد اغا حکيم له خولې لیکلي، چې طالبان په دغه ولايت کې د بهرنۍ پانګونې هرکلی کوي او هغوی ته په دې برخه کې هر ډول اسانتیا برابروي.

afghan (67)
روسي سوداګر او طالبان

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس درې ورځې وړاندې د پنجشېر د کانونو او پټرولیم مشر له قوله ویلي و، چې د یاد ولایت د زمردو په ۵۵۰ کانونو کې شاوخوا لس زره کسان په کار بوخت دي.

د زمردو له استخراج لاسته راغلي پیسې

محمد قاسم امیري وایي، چې د کانونو د استخراج له بیا ځلې پیلېدو تر اوسه پورې د څلور میلیونه ډالرو په ارزښت کابو ۶۰۰ زره قیراطه زمرد پلورل شوي دي.

نړېوال سازمانونه او شنونکي وايي، چې د طالبانو حکومت د افغانستان کانونه په نامسلکي او ناقانونه ډول پلټي او پلوري یې چې په دې سره ترلاسه شوې پیسې یې شخصي جیبونو ته ځي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له افغانستان سره بهرنۍ مرستې کمې شوې، دغې ډلې د خپلو مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د دوامدار عاید د یوې سرچینې په توګه د کانونو او قیمتي ډبرو په استخراج پانګونه وکړه.

د افغانستان د کانونو کېندنه او خرڅلاو د تېر افغان حکومت د چارواکو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی. د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو چې د طالبانو له لوري د کانونو کېندنه مشروع نه ده او معلومه نه ده چې عواید یې چیرته ځي.

د یادونې وړ ده چې طالبان د شخصي انډیواليو له مخې د کانونو قراردادونه ویشي او خلکو ته یې ورکوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button