کورني خبرونه

طالبان: سینګارتونونه مو ځکه وتړل چې سینګار توکي د شریعت خلاف وو

طالبان وایي، ځکه یې په افغانستان کې سینګارتونونه وتړل چې سینګار توکي یې د اسلامي شریعت خلاف وو

د دغه وزارت ویاند په ودونو کې د ناویانو سینګار هم بېځایه لګښت بللی او ادعا یې کړې، چې له سینګار وروسته اودس هم سم نه کېږي.

په ټول افغانستان کې د سینګارتونونو له تړلو دوې ورځې وروسته د طالبانو حکومت کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر په یوه ویډیويي کلیپ کې چې پر ټویټر خپور شوی، ادعا کړی چې دا پرېکړه د ځینو اقتصادي او شرعي دلیلونو له مخې شوې ده.

نوموړی وايي، په ودونو کې بې ځایه لګښتونه چې د زوم له کوره اخیستل کېدل، ښځو ته د نورو انسانانو ویښته ورټومبل او د ښځو ورځو ایستل هغه څه دي چې د ده په وینا ”له شریعت سره څرګند مخالفت دی.”

د یادونې ده، چې د وریځو ایستل د اسلامي علماوو تر منځ یوه اختلافي مسئله ده او په هکله یې بېلا، بېل نظرونه شته.

د طالبانو دغه عمل له پراخو غبرګونونو سره مخ شو

د طالبانو حکومت دوه ورځې وړاندې ویلي وو، چې په یوه میاشت کې به ټول سینګارتونونه بند کړي. دغه اعلان یې سملواره له پراخې غندنې سره مخامخ شوی دی او له طالبانو غوښتل شوي چې د ښځو پر ضد ټولې کړې پرېکړې باید بېرته واخلي.

نور ولولئ: د سینګارتونونو تړل به ۶۰ زره ښځې بې روزګاره کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یو ناما) ویلي، دغه بندیز د ښځو پر حقونو نوی محدودیت دی او د افغانستان پر اقتصاد به هم منفي اغېز وکړي. یوناما زیاته کړې وه، دا پرېکړه د ښځو کاروبار لپاره د ملاتړ له اعلان سره ټکر کې ده. یوناما غوښتنه کړې، چې طالبان باید دا پرېکړه بېرته واخلي.

نړیوال عکس العملونه

په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د طالبانو د دې پرېکړې په هکله وايي، د طالبانو دا اقدام به افغانستان نور هم له نړۍ ګوښی کړی. نوموړې په یوه ټویټر پیغام کې ویلي: ”د ښځو د سینګارتونونو تړلو پرېکړه په داسې حال کې چې ښځې د خپلو کورنیو لپاره د خوړو په چمتو کولو پسې لالهاندې دي، له کوره بهر د یوه بل چاپیریال له منځه وړل دي او هېواد په نړۍ کې د لا سخت او ظالمانه ګوښیتوب پر لور بیول دي.”

په افغانستان کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، د دې پرېکړې له کبله به په ټول هېواد کې نژدې شپیته زره ښځې بې روزګاره شي.

دا سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي، په کابل کې د ښځو ښکلا او سینګار درې زره سل او په ټول هېواد کې ۱۲۰۰۰ سینګارتونونه فعال وو، چې په هر یوه کې په اوسط ډول پنځه ښځې په کار بوختې وې.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button