اقتصاد او سوداګري

طالبان: له افغانستانه يو ميليون او ۸۰۰ زره بوتله سېروم عراق ته صادر شوي

طالبانو خبر ورکړی چې له افغانستانه یو میلیون او ۸۰۰ زره بوتله سیروم له افغانستانه عراق ته صادر شوي دي

په دې وروستیو کې طالبان هڅه کوي چې نورو هېوادونو ته د افغانستان بېلابېل صادرات زیات کړي. له همدې امله د تضمین کیفیت ادارې هڅه روانې کړي چې باکیفیته تولیدات ولري او هغه فابریکې چې په افغانستان کې تولیدات کوي، دغه تولیدات باید پر نړیوال معیار برابر او کیفیت یې ښه وي.

تازه د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان د لومړي ځل لپاره يو ميليون او ۸۰۰ زره بوتله سيروم عراق ته صادر کړل.

د صادر شوو سیروم ارزښت

خبر زیاتوي، چې د «ملي شفا فارماسيټيکل» د سېروم جوړولو فابریکې نن د شاوخوا ۶۰۰ زره ډالرو په ارزښت عراق ته د سېرومو صادرات وکړل.

د راپور له مخې؛ دغه فابريکه په کال کې د ۴۳ ميليونه او ۲۰۰ زره بوتله سېروم او ۷۰ ميليونه پيچکاریو د توليد وړتيا لري.

نور ولولئ: له پاکستان سره د اړیکو خرابوالی؛ د ډبرو سکرو په صادراتو کې ۶۵ سلنه کمښت راغلی

نور ولولئ: سوداګرۍ وزارت: ۱۴۰۲ کال کې ۱.۸ میلیارد ډالره صادرات شوي

په راپور کې همداراز زیاته شوې ده، چې په دې فابریکه کې ۳۵۰ فارمسستان، کيميا پوهان، مایکرو بيولوژيستان او لسګونه کسان پکې په کار بوخت دي.

afghan (7)

که څه هم په افغانستان کې تر دې وړاندې د سېروم د تولید کارخونې وې؛ خو دا لومړی ځل دی چې افغانستان په دې برخه کې صادرات کوي.

د سیروم د فابریکې جوړول

په افغانستان کې د سېروم د تولید لومړۍ کارخونه په ۲۰۲۰ کال کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت د هرات په صنعتي ښارګوټي کې پرانیستل شو.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال هم په کابل کې د ۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت د سیرومو یوه فابریکه پرانیستل شوه، چې په هر یو ساعت کې لږ تر لږه ۱۱۰ زره پاکټه سیروم تولیدوي.

سره له دې چې د ورته فابریکو په جوړېدو سره زرګونو کسانو ته کاري زمینې برابریږي؛ خو په هېواد کې اقتصادي ناورین، د برېښنا نه شتون او لوړې مالیې کارخونه لرونکي له ستونزو سره مخ کړي دي.

بل خوا یو شمېر نورې فابریکې هم د برېښنا د نشتون یا کمښت له امله نیوکې کوي او وايي، د برېښنا ستونزه که هواره نه شي، نو یو خوا پر تولیداتو مصارف کېږي او بل خوا یې په کارونو کې ځنډ راځي.

په ورته وخت کې صنعت‌کاران له درنې مالیې هم سر ټکوي او د کمېدو غوښتنه یې کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button