اقتصاد او سوداګري

طالبان: له نړیوالو بنسټونو د نیمګړو برښنا پروژو بشپړولو غوښتنه

اړوند خبرونه:

ملا برادر هلمند ته تللی او د کجکي له بنده یې لیدنه کړې

د ترکمنستان په پلازمېنه کې د افغان‌-ترکمن نندارتون پرانیسته

د افغانستان برښنا شرکت رییس په دې وروستیو کې له نړیوال بانک، اروپایي اتحادیې او نورو مرستندویه هېوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې د برښنا نیمګړې پروژې بشپړې کړي. د برښنا شرکت رییس “عبدالباري عمر” ټینګار وکړ چې برښنا یوه اساسي بشري اړتیا ده او باید د سیاسي موخو لپاره ونه کارول شي.

نوموړي په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د پخواني حکومت پر مهال د نړیوال بانک او اروپایي اتحادیې په ملاتړ پیل شوې ډېرې برښنایي پروژې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته نیمګړې پاتې شوې دي. عمر له نړیوالو بنسټونو او هېوادونو وغوښتل چې د سیاسي ملاحظاتو پر ځای، د افغان ولس بشري اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړي او د دغو پروژو په بشپړولو کې مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه: “افغانان د نړۍ د نفوس یوه برخه ده او باید د ټولو نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې ورسره مناسبه اړیکه ونیول شي.”

2d8cad49 6a85 4d3d 9e3b 7f611fbbcbd5.webp

افغانستان اوس مهال د خپلې اړتیا ډېره برخه برښنا له ګاونډیو هېوادونو لکه ازبکستان، تاجیکستان او ایران څخه واردوي. دا اتکا د برښنا د پرله پسې کمښت او اوږدو پرچاویو، په ځانګړي ډول په ژمي کې، لامل ګرځي. راپورونه ښیي چې شاوخوا ۶۰ سلنه افغانان لا هم برښنا ته لاسرسی نلري، او د طالبانو حکومت هر کال د برښنا واردولو لپاره له ۲۲۰ تر ۲۸۰ میلیون ډالرو مصرفوي.

د افغانستان د برښنا پروژې، لکه د “ټاپ ۵۰۰” او “ټاپي” پروژې (چې د برښنا او ګازو د لیږد لپاره طرحه شوې وې)، د څو لسیزو راهیسې د ګاونډیو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو په همکارۍ پیل شوې وې. خو ناامني او سیاسي کړکېچ تل د دغو پروژو په پلي کیدو کې خنډ شوي دي. د جمهوریت په وخت کې جګړو او ناامنیو د ډېرو پروژو مخه نیولې وه، او اوس هم د امنیت شتون سره سره، د طالبانو ځینې پالیسۍ د نړیوالې ټولنې بې تفاوتۍ لامل ګرځېدلې دي.

دا هم ولولئ:  پاکستاني سوداګر د افغانستان او پاکستان تر منځ د شته خنډونو لرې کول غواړي

د برښنا کمښت او پر وارداتو تکیه د افغانستان یو له سترو اقتصادي او بشري ننګونو څخه ده. د دغو نیمګړو پروژو بشپړول کولی شي د برښنا پرچاوي کمه کړي او د میلیونونو خلکو ژوند ښه کړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button