اقتصاد او سوداګريساینس او ټېکنالوژي

طالبان: “له کورنیو سرچینو به د برېښنا ۱۳ نوي پروژې پیل شي”

اړوند خبرونه:

د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي

د افغانستان د برېښنا شرکت اجرایوي رییس، عبدالباري عمر وايي چې له کورنیو سرچینو څخه د برېښنا د تولید درې ۱۳ نوې پروژې به پرانیستل شي.

ښاغلي عمر نن (پنجشنبې د دلوې ۱۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پروژې به په راتلونکو یوه یا دوو میاشتو کې پرانیستل شي.

د خبرپاڼې د متن له مخې، “د کورني برېښنا تولید زیاتوالي او د لویو پروژو پرانیستلو ته په پام سره موږ په راتلونکو یا دوو میاشتو کې د خپلو ګرانو هیوادوالو لپاره ښه خبرونه لرو.”

افغانستان له کلونو راهیسې له وارداتي برېښنا ګټه اخلي، او دا مهال ۷۰ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي.

د ویلو ده چې افغانستان ډېره برېښنا له تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان هېوادونو څخه واردوي چې وخت ناوخت پکې پرچاوۍ ستونزې هم رامنځته کېږي.

بلخوا د ژمي په ساړه موسم کې د برېښنا نشتون د هېوادوالو لپاره په جدي ستونزه بدله شوې، او د کورونو د تودولو لپاره له بدیلو لارو (ډبرې سکاره او ګازو) څخه استفاده وخت ناوخت د خونړیو پېښو لامل هم کېږي.

په ورته وخت کې برېښنا شرکت له ترکمنستان څخه د هېواد په شمال کې فاریاب، جوزجان، سرپل او بلخ ولایتونو ته د وارداتي برېښنا د قطع کېدو اعلان کړی هم کړی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button