سیاست

طالبان هند ته؛ د پاکستان د نفوذ د مخینوي په خاطر له کابل سره اړیکې پراخې کړئ

طالبانو له نوي ډهلي غوښتي، په کابل کې د پاکستان د نفوذ د مخنیوي په خاطر له اړیکې ورسره پراخې کړي

د هندوستان “سنډې ګارډین” ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي چې د طالبانو لوړپوړي چارواکي وایي هند باید له طالبانو سره خپلې اړیکې ښه کړي چې په افغانستان کې د پاکستان نفوذ کمزوری شي.

د راپور له مخې، د طالبانو چارواکي وایي هند باید له افغانستان سره مرسته وکړي ترڅو په سوداګرۍ او نورو برخو کې پر پاکستان د افغانستان اتکا کمه شي.

په هند کې د کابل سفارت ته څوک وړاندیز شوي؟

په راپور کې زیاته شوې چې طالبانو په هند کې د افغانستان د سفارت لپاره نجیب شاهین، چې د طالبانو د دوحې د سیاسي دفتر د مشر سهیل شاهین زوی دی، وړاندیز کړی دی.

راپور په کابل کې د طالبانو د جګپوړو چارواکو له خولې لیکلي چې نوی ډیلي باید ژر تر ژره له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

نور ولولئ: خوست؛ د غلام‌خان بندر له لارې له پاکستان سره سوداګري ۵۰سلنه کمېدل

نور ولولئ: افغانستان د سوداګرۍ خونه: د مالیې سیسټم پیچلی او باید ساده کړل شي

راپور زیاتوي چې د طالبانو چارواکو ټینګار کړی چې اوس د دې اړیکو د رسمي کولو لپاره مناسب وخت دی، ځکه د هند سیمه‌ییزه ستراتیژي ګټوره ده او کولی شي په افغانستان کې د پاکستان نفوذ، چې د طالبانو دودیز متحد دی، کم کړي.

سنډې ګارډین همداراز ویلي چې د طالبانو چارواکي باور لري چې هند له دوی سره د خپلو اړیکو په قوي کولو سره حتي په سیمه کې د پاکستان رول له منځه وړلی شي.»

پر پاکستان د افغان ناروغانو بیروبار

دې هندي رسنۍ لیکلي چې طالبان هیله لري چې نوي ډیلي د افغانستان د روغتیا په برخه کې پانګونه وکړي ترڅو په دې برخه کې ګاونډیو هېوادونو د افغانانو احتیاج کم شي، او له بلې خوا، افغان زده‌کوونکو ته د زده‌کړې د سکالرشیپونو لرۍ بیا پیل کړي.

هند د افغانستان له جمهوري حکومت سره نه یوازې د سکالرشیپونو په برخه کې بلکې په بیلابیلو انکشافي برخو کې ډېره مرسته کوله. د هند په مرسته په افغانستان کې ګڼ سړکونه، ښوونځي، کلینیکونه او بندونه جوړ شول.

د جمهوري حکومت له پرزېدو څو میاشتې مخکې هند د کابل د اوسیدونکو د څښاک د اوبو لپاره د یوه لوی بند د جوړېدو لپاره تر سل میلیون ډالره زیاتې مرستې ژمنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان ناروغانو ډېره تکیه پر پاکستان ده او طالبان هڅه کوي چې دغه ستونزه د هند په واسطه راکمه کړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button