طالبان وايي، د ټولنیزو رسنیو ناسم کاروونکي به تر څار لاندې ونیسي

اړوند خبرونه:
پر تنکیو ځوانانو د سوشل میډیا منفې اغېزې
د طالبانو د امر بالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت خبر ورکړی، چې له ټولنیزو رسنیو نامشروع او غیري اخلاقي استفاده جرم او کاروونکي به یې تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي.
د طالبانو د یاد وزارت ویاند مولوي سیف الاسلام خیبر ویلي، ټولنیزې رسنۍ باید د کره خبرونو خپرولو دیني او عصري علومو ترویج، د اسلامي امت یووالي او متقابل درناوي لپاره وکارول شي نه د تعصب، فکري تحریف، سپکاوي او اخلاقي انحرافاتو لپاره.
خیبر زیاته کړې، هیڅ فرد او بنسټ ته اجازه نشته، چې خواله رسنۍ د ناسمو او غیري اخلاقي موخو لپاره وکاروي.
نوموړي ګوتڅنډنه کړې چې، امربالمعروف وزارت د خپلو صلاحیتونو په رڼا کې ټولې هغه شبکې، پاڼې او ادرسونه څاري، چې د ټولنیز روان د تخریب هڅې کوي.
یاد وزارت له ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول له مسافرو جدي غوښتنه کړې، چې رسنۍ د اسلام د دفاع، ملي یووالي ټینګښت او اخلاقي ارزښتونو د پالنې په موخه وکاروي.
طالبان دغه څرکندونې داسې مهال کوي، چې د دوی په وینا تر دې وړاندې یو شمېر هېوادوالو ټولنیزو رسنیو کې د قومونو ترمنځ د کرکې خپرولو او تعصب نیوکه کړې او له حکومت یې غوښتنه کړې چې د مهار لپاره یې جدي اقدام وکړي.