طالبان وايي د پاکستان له زندانونو ۲۰۸ نور افغانان خوشي شوي
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو زارت د پاکستان له زندانونو څخه د سلګونو نورو افغان بندیانو د خلاصولو خبر ورکړی دی
د دغه وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل نن شنبه رسنیو ته په لېږلې ویډیويي پیغام کې ویلي چې دا افغان کډوال چې شمېر یې ۲۰۸ تنو ته رسیږي پرون جمعه د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو څخه ازاد شوي دي.
نوموړي زیاته کړې:”د افغانستان سفارت او په کراچۍ کې د هیواد جنرل کونسلګرۍ د هلو ځلو په ترڅ کې د پاکستان هېواد د سند ایالت له زندانونو څخه ٢٠٨ تنه افغان بندیان راخلاص او په دولتي مصارفو خپل هیواد ته راولېږدول شول.”
ویل کیږي چې دغه افغان بندیان د کراچۍ د ملیر سنټرل جېل، ریمانډ هوم او حیدر اباد له زندانونو څخه ازاد شوي دي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس تر دا مهاله د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه څه باندې۲زره افغانان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي ازاد شوي او هیواد ته ستانه شوي دي.
د پاکستان حکومت تر دامهاله له خپلو زندانونو څخه د تازه خوشو شوو افغانانو د خوشي کېدو په اړه څه نه دي ويلي.
طالب چارواکو تر دې مخکې ويلي وو چې د پاکستان په زندانونو کې شاوخوا ۲۰۰۰ افغانان بنديان دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي
دا افغانان چې زيات شمېر يې ويل کيږي د درملنې او خپلو دوستانو ليدو لپاره پاکستان ته تللي وو د قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوي دي.
پاکستاني چارواکو تر دې مخکې ویلي وو چې د دغه هیواد پولیسو د یو لړ عملیاتو پر مهال د پاکستان په بېلو بيلو سیمو کې د قانوني اسنادو او وېزو نه لرلو له امله لږ تر لږه ۱۲۰۰ افغانان نیولي او زندان ته یې وړي دي.
نور ولولئ: د ایران او پاکستان له زندانونو ۴۰۷ تنه افغانان خلاص شوي
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱.۳ میلیونه قانوني افغان کډوال ژوند کوي خو اټکل کیږي چې سلګونه زره نور غیر قانوني افغان کډوال هم په پاکستان کې شتون لري.
زياتره افغانان د بېلابېلو ناروغیو له وجې پاکستان ته د درملنې په موخه سفر کوي او هلته د پاکستانیو پوليسو له لوري نيول کيږي.