طالبان: په افغانستان کې د یوناما ماموریت اغېزناک نه دی
اړوند خبرونه:
د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج
شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وایي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) ماموریت اغېزناک نه دی.
مجاهد د سهشنبې په ورځ (د حوت ۱۴مه) په یوه پیغام کې رسنیو ته ادعا کړې چې یوناما د طالبانو په اړه ملګرو ملتونو ته ناسم راپورونه او معلومات وړاندې کړي دي.
هغه زیاته کړې: «په افغانستان کې د امنیتي پرمختګونو او ثبات په اړه هېڅکله یوناما ملګرو ملتونو ته کره راپور نه دی ورکړی.»
د طالبانو ویاند ویلي، یوناما تل هڅه کړې چې د دې ډلې په اړه منفي موارد نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې یوناما په خپلو راپورونو کې د افغان نجونو او ښځو د زده کړو او له کار د محرومیت یادونه کړې او د طالبانو لخوا د بشري حقونو د نقض موضوع یې روښانه کړې ده.
یاده دې وي چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت د مارچ تر ۱۷مې پای ته رسېږي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د دې ماموریت د تمدید احتمال شته.