ځاییسیمه ییز خبرونه

طالبان: په ایران کې وروستۍ چاودنې په کلکه غندو

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت هم د ایران کرمان کې چادونه غندلي او دا یې جنایتکارانه عمل بللی

طالبانو دغه چاونې یوازې له بهرنیو چارو وزارت څخه نه بلکې له څو ادرسونو غندلي دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت او د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت په جلا، جلا اعلامیو کې د ایران په کرمان ښار کې چاودنې په “کلکه” غندلېدي او یادې چاودنې یې “جنایتکارانه” او د انساني اصولو خلاف کړنې بللې دي.

نور ولولئ: ایران کې پر یوه امنیتي مرکز وسله‌والو کسانو برید کړی

نور ولولئ: په ایران کې د اعدام ډېرېدل او د بښنې نړیوال سازمان اندېښنې

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د پنجشنبې په ورځ د (مرغومي ۱۴مه) پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې، د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د ایران په کرمان ولایت کې د دوو چاودنو له امله چې د دغه هیواد یو شمېر وګړي په کې وژل او ژوبل شوي، غندي او یادې چاودنې یې د انساني اصولو خلاف عمل بللی دی.«موږ د ایران له حکومت او خلکو او په ځانګړې توګه د دغو پیښو د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوو.»

د طالبانو د ریاست الوزرا اعلامیه

همدارنګه د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ایران په کرمان ولایت کې چاودنې غندلې دي.

14021014000135 test photon
د ایران په کرمان شهر سیمه کې چاودنو تر لرې سیمو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د راپورونو له مخې دغه چاودنې د سپاه پاسداران د قدس د پخواني قوماندان قاسم سلیماني قبر «ګلزار شهدای کرمان» ته څېرمه شوې دي.

نور ولولئ: په ایران کې د ملي ماتم اعلان؛ د قاسم سلیماني په تلین غونډه کې چاودنې له سلو ډېر کسان وژلي

تسنیم خبري اژانس د کرمان د روغتونونو له قوله ویلي، چې په دغو غبرګو چاودنو کې ۹۵ تنه وژل شوي او د ټپیانو شمېر هم ۲۱۱ ته رسېدلی دی؛ کېدای شي دغه شمېرې نورې هم لوړې شي.

په ایران کې د چادونو مسئلویت

په ایران کې تر اوسه د چاودنو مسئلویت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو د ایران ولسمشر پر شوو چاودنو کې امریکا او اسراییل پر لاس لرلو تورن کړل، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا دغه تورونه رد کړل او زیاته یې کړه چې امریکا او اسراییل په دې پېښه کې هېڅ ښکېلتیا نه لري او دا بې بنسټه تورونه دي.

تر اوسه پورې کومې ډلې په کرمان کې د چاودنومسوولیت نه دی منلی. ایران په دغو بریدونو کې اسراییل په لاس لرلو تورن کړی، خو دغه هېواد دغه تور رد کړی دی.

له دې وړاندې داعش په ایران کې د بریدونو مسئولیت پر غاړه اخیسته، خو تر اوسه دغه ډلې هم څه نه دي ویلي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button