نړیوال خبرونه

طالبان: څوک چې اسناد ولري د وتو اجازه ورکوو

طالبان: څوک چې اسناد ولري د وتو اجازه ورکوو بریټانیا، امریکا او نورو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې په ډاګه کړې چې اسناد لرونکي له هېواد نه ولی شي.

طالبان د نورو هېوادونو سند لرونکیو وګړیو او افغان همکارانو ته یې، چې له افغانستان څخه وتلو ته لیواله دي؛ اجازه ورکوي.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اوبپاڼه کې د خپرې شوې اعلامیې له مخې: دې هېوادونو له طالبانو ډاډ ترلاسه کړی، چې ټول بهرني وګړي او هر سند لرونکی افغان په خوندي او منظم ډول بهر ته د تګ او راتګ اجازه لري.

20210830 143746

د ۱۰۰ هېوادونو په اعلامیه کې راغلي: مونږ له طالبانو پوره ډاډه یو، چې هغوی کولی شي خپلو اړوند هېوادونو ته ډاډمن سفر وکړي.او که بیا هم کوم چا ته ستونزه وي نو طالبانو طالبانوسره دې رابطه وکړي.

په اعلامیه کې په ډاګه شوې: آسترالیا، جرمني، ډنمارک، پولنډ، جاپان، فرانسه، هسپانیه او نور هېوادونه هیله من دي، چې خپلو همکارو افغانانو ته د سفر اسناد لېږل روان وساتي.

پنټاګون د شنبې پر ورځ ویلي، چې دا غوښتنه له هغې وروسته راپورته شوې، چې امریکایي سرتېرو له کابل هوایي ډګر څخه وتل پیل کړل؛ ځکه، چې اوس له افغانستان څخه د وتلو هڅې وروستي پړاو ته رسیدلې دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button