سیاست

طالبان ډونالډ ټرمپ ته؛ د افغانستان بانګ د ۹ میلیارده کانګل شتمني راته ازاد کړئ

طالبانو د امریکا له نوي ولسمشر غوښتي چې د افغانستان بانک ۹ میلیارد ډالره شتمني ورته ازاده کړي

طالبان د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې سره تازه اړیکو ته هیله من دي او غواړي د افغانستان بانک کنګل شویو څه باندې ۹ میلیارده ډالره شتمنیو ته لاسرسی ومومي. د طالبانو د قطر دفتر رییس بلومبرګ ته وویل، چې دوی له ټرمپ غواړي دې غوښتنې ته ځواب ووايي.

شاهین په امریکا کې د افغانستان بانک کنګل شویو څه باندې ۹ میلیارده ډالره شتمنیو په اړه وویل، « موږ غواړو چې د افغانستان بانک ټولې کنګل شوې زیرمې له کنګل حالته و اېستل شي او بېرته موږ ته وسپارل شي.»

په دې اړه به د واشنګټن غبرګون څه وي؟

شاهین زیاته کړې، چې « موږ د ټرمپ له دولت سره د نویو اړیکو په لټه کې یو او د ټرمپ له دولت نه غواړو چې دې غوښتنې ته ځواب ووايي».

بلومبرګ وايي، روښانه نه ده چې له واشنګټن سره د اړیکو د ښه والي په تړاو د طالبانو هیلې څومره واقعي دي.

نور ولولئ: د افغانستان کنګل شوې شتمني؛ امریکا: د محکمې له پرېکړې وروسته عملي اقدام کېږي

نور ولولئ: د شین وارن شتمني څومره ده او له کومو لارو یې ترلاسه کړې

ډونالډ ټرمپ په ۲۰۲۰ کال کې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو له طالبانو سره د لومړي هوکړه لیک په چارو کې منځګړتوب وکړ او خپل د بهرنیوچارو وزیر مایک پمپیو یې له طالب مشرانو سره د مخامخ خبرو اترو لپاره دوحې ته ولېږه.

پر طالبانو د امریکا د نوي حکومت غېز

خو له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو نامطلوب وتل د ټرمپ په ټاکنیزو منډو ترړو کې څو ځله مطرح شوي.

د بلومبرګ د رپوټ له مخې، ټرمپ تازه په افغانستان کې پخوانی پوځي او د پنټاګون سلاکار مایک والټز د خپل نوي امنیتي سلاکار په توګه غوره کړی چې د طالبانو په تړاو د راتلونکي دولت پر دریځ اغیز پرې ایستلای شي.

له متحده ایالتونو سره د طالبانو نورمالې اړیکې دې ډلې ته توان ور کوي چې د خپل ګوښه حکومت د نړیوال رسمیت لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

امریکا او د هغې لویدیزو ملاتړو طالبانو ته له دې وړاندې په ډاګه کړې چې د نړیوال تعامل لپاره باید د بشرحقونو په تړاو ځواب ووايي او دا ډاډمنه کړي چې په افغانستان کې هیڅ ترهګره ډله وده نه کوي. خو برعکس په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت کړکېچن شوی او طالبانو پر ښځو لا ډېر بندیزونه لګولي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button