کورني خبرونه

طالب چارواکي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت د بیا پرانیستلو خبر ورکړی.

 کابل کابل

کابل کې د عرب اماراتو سفارت بیرته پرانیستل شو.د طالبانو یوه ویاند احمدالله وثیق پر ټویټر لیکلي: «سفارت د شنبې په ورځ (نومبر ۲۰) خپل فعالیت بیا پیل کړ.د هغه په وينا، افغانستان او متحده عربي امارات ښې اړيکې لري.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو د پياوړتيا لپاره اړينه ده.یو شمېر عربي رسنیو هم په کابل کې د سفارت پرانیستل تایید کړي دي.په دې اړه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم خپل بیان نشر کړی او د عربي اماراتو دغه اقدام هرکلی ېې کړی دی هغه ویلي چې دا ډول د بهرنیو هېوادونونو سفارت پرانیستل به د دوي حکومت ته مشروعیت ورکولو کومک وکړي هغه وویل چې مونږ غواړو عرب امارات سفارت په واسطه دغه هېواد سره ښه اړیکې هم جوړې کړو.

نوموړي ویلي چې مونږ د عرب امارات څخه مننه کوو چې دې سخت وخت کې ېې کابل کې خپل سفارت پرانیسته هغه همداراز وویل چې عرب اماراتو همېشه د افغانان سره مرسته کدې او یوازې ېې ندي پریخي  باید یاده کړو چې د وروستیو تحولاتو راپدیخوا عرب اماراتو په ټنونو کومک افغانستان سره کړی او لومړی هېواد دې چې افغانستان ته ت ټولو اول خپلې تیارې راولېودوللې او دویي سره ېې کومک وکړ.

دا هم ولولئ | کابل کی د پاسپورټونه ویش موقتی بند او نورو ولایتو کی روان دی

په همدې حال کې د طالبانو د موقت حکومت ځینو سرچینو په روانه اوونۍ کې د جرمني د سفارت د بیا پرانستلو خبر ورکړی په دې وروستیو کې د جرمني او هالنډ استازو له طالب چارواکو سره کتلي دي.دويي د سفارتونو د پرانيستلو تر څنګ د کومک کولو وعده هم کړې ده عمداراز کابل کې د ایټالیا او ترکیې د سفارتونو پرانیستلو او ښه اړیکو تر څنګ کومک کولو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

د واک د تر لاسه کولو راهیسې په کابل کې د ډېرو سفارتونو خپل فعالیتونه درولي دي.خو یوشمېر هېوادونو چې پخوا یې عملیات درلودل، اعلان وکړ چې له قطر څخه به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.دا مهال د پاکستان، قطر، ایران، ترکمنستان، روسیې او قزاقستان کې سفارتونه فعال دي، چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې یې فعالیت نه دی بند کړی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button