نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

عامې روغتيا وزارت: هیواد کې مثبتې پېښې ۹۲۱۶ ته پورته شوې

 د افغانستان د عامې روغتيا وزارت پرون(جمعه) ورځې دراپور پر اساس ټول هېواد کې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۹۲۱۶ ته ورسېدږ د وزارت مالومات ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۴۲ نوې پېښې ثبت شوې دي چې ډېری يې په کابل ولایت کې کې دي. 

د راپور له مخې تازه ۵۴۲ پېښو څخه؛ کابل کې  ۳۱۶ ، هرات کې۴۷رتر، بلخ ۱۹، پکتیا ۵، ننګرهار۲۴، تخار ۲۴، بغلان ۲۳، غزني ۱۳، وردک ۳، لوګر۱، لغمان ۱۵، کندز۴، فراه ۱۵، پنجشېر۸، پروان ۱، کونړ ۱۸، دایکندي ۵ او نورستان کې هم ۲ پېښې ثبت شوې دي. دعامې روغتيا وزارت د مالوماتو اړوند تر اوسه ۲۰۵ کسان د کرونا ويروس له امله د افغانستان په بيلا بيلو ولايتونو کې مړه شوي او همدا ډول ۹۹۳ کسان له درملنې وروسته رغېدلي دي

نړۍ کې د کرونا صورتحال

بلخوا نړۍ کې مثبتې پېښې له ۵ میلیونونه زیاتې شوې او څه باندې درې لکه کسان د دغې وبا له کبله  خپل ژوند له لاسه ورکړۍ دي. د  ډبلیو ایچ او ته په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۰۶ زره نویو ناروغانو نومونه ورکړل شوي دي، چې د شمېر له پلوه یو غټ تعداد دۍ..

د متحده ایالاتو بریتانیا او ایټالیا نه بعد تر ټولو ډېر د کورونا وېروس له کبله فرانسه کې خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړۍ د بریتانیا د صحت وزیر مټ هنکوک وايي، هېواد کې د کورونا وېروس معاینې لپاره یوه نوې اله تجربه کېږي، چې په وینا یې په ۲۰ دقیقو کې به معلومات ورکوي.

دهغه  په وینا اوس هم دغه ملک د کرونا وبا له کبله څلورمه درجه وضعیت کې فرار لري. خو ژر به د درېیمې درجې په لور لاړ شي، چې ډېر بد حالت نه دی. هغه وايي، حکومت د وضعیت ښه کولو لپاره عملي اقدامات کوي. ښاغلي هنکوک د روژې میاشت کې له یوه بله د واټن ساتلو له کبله د ځايي مسلمانانو ستاینه وکړه او وايي، برتانیا مېشتې مسلمانان باید په اختر کې هم احتیات وکړي

د انګلینډ اعلۍطبي افسر پروفیسر کرېس ویټي هم وايي، د اوسنیو بندیزونو او محدودیتونو لړ کې د کورونا وېروس مخنیوي لپاره د (ټولو ادیانو) منونکي باید د خپلو (خوښیو مراسمو بڼه بدله کړي. د انګلستان روغتیا وزیر وايي، ښايي له کورونا وېروسه د خلکو خوندي ساتلو واکسین چمتو کول وخت واخلي. دغه ډول واکسین ښايي یو کال یا یو نیم کال وخت ونیسي.)

د یادنې وړ ده چې کرونا لا هم په نړۍ کې شتون لري باید د نړۍ ټول خلک په دې پوه شي که په کور پاتې نشو او احتیات مو ونکړ نو لا زیات خطر سره به مخ شو او زیاته انساني فاجعه به رامنځته شي.نو بنا ټولو هیوادوالو نه غوښتنه کيږي چې دغه ویروس جدي ونیسو او احتیات وکړو

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button