عباس ستانکزی ازادې رسنۍ غواړي، خو بله ډله طالبان ورباندې محدودیت وضع کوي
عباس ستانکزي ویلي چې رسنۍ باید ازادې وي او محدودیت ورباندې وضع نه شي
پر رسنیو د محدودیتونو له لګولو سره هممهاله د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شیرمحمد عباس ستانکزی وايي چې رسنۍ دې ازادې وي.
ستانکزي دا څرګندونې چهارشنبه د لیندۍ پر ۲۸مه په کابل کې د «اسلامي نظام په ټينګښت کې د رسنیو رول» تر سرلیک لاندې سیمینار کې کړې دي.
نوموړي خبرداری ورکړی
چې پر رسنیو د ډيرو بندیزونو لګول د ګټې پر ځای زیان اړوي.
هغه زیاته کړې: «زما غوښتنه له [طالبانو] دا ده چې زموږ رسنۍ پیاوړې کړي او ملاتړ ترې وکړي.»
د نوموړي په خبره، طالبان دې د جزيي مسایلو لپاره رسنیو ته ستونزې نه جوړوي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ځینې ټلویزیوني شبکې د ژوندیو موجوداتو د عکسونو خپرولو لامله د ځنډېدو له ګواښ سره مخ شوې دي.
څه موده وړاندې د ازادۍ کور د ټلویزیون نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي و چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته د څه باندې ۳۰۰ رسنیو خپرونې بندې شوې دي.
د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د هرې ورځې په تېرېدو رسنۍ بد حالت ته روانې دي او په زرګونو کارکوونکي یې بې کاره کېږي.
نور ولولئ: د راډیو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې راډیویي خپرونې ولې بې کیفیته دي؟
نور ولولئ: طالبانو په خوست کې د «غرغښت» راډیو خپرونې بندې کړې
په خوست کې سرچینې وايي، طالبانو په دغه ولایت کې د ژمن او لونګ په نوم دوه خصوصي رادیووې بندې کړې.
په زیګنال کې د موسیقۍ خپرول
ژمن په زیګنال کې د موسیقۍ د نشر او لونګ هم تعلیمي پروګرامونو کې د نجونو د اړیکې له امله تړل شوې ده.
د افغانستان د خبریالانو مرکز هم یوه اعلامیه کې وايي، د طالبانو امربالمعروف کارکوونکو نن په خوست کې د ژمن په نامه د یوې خصوصي راډيو دفتر تړلی.
دغه مرکز د طالبا نو له لوري د راډیو د بندېدو لامل د خپرونو په زګنالونو کې د موسيقۍ شتون یاد کړی دی.
زدکوونکې د خپلو تعلیمي چارو د ښه والي لپاره له دې راډیو سره تماس نیسي، خو طالبانو دا ډول تماسونه هم بند کړي دي.
تر دې وړاندي طالبانو د لړم په ۱۰ مه په خوست کې د غرغښت په نوم راډيو هم د خپرونو په زګنالونو کې د موسيقۍ له کبله تړلې وه، چې وروسته یې بيرته د فعالیت اجازه ورکړه.
په خوست کې طالب استخباراتو، امربالعمروف او اطلاعاتو فرهنګ ادارو د رسنيو مسولينو او خبريالانو ته خبردارۍ ورکړی، چې د موسيقي خپرول په مکمل ډول بند دي او د سرغړونکو سره به قانوني چلند کوي.
طالبانو د بیاځلي واک ته رسېدو سره سم د عامو خلکو ترڅنګ په رسنیو پراخ بندیزونه لګولي دي.
دا مهال په خوست کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ملي راډيو او تلويزيون ترڅنګ ١٥ خصوصي راډيوګانې او درې خصوصي ټلويزيونونه فعاليت کوي.