سیمه ییز خبرونه

عباس ستانکزی وايي، د پاکستان سیاسي، اقتصادي او امنیتي ثبات له منځه تللی

د طالبانو دغه لوړ پوړی چارواکی وايي، د پاکستان سیاسي، اقتصادي او امنیتي ثبات له منځه تللی دی

د طالبانو لوړ پوړی چارواکی عباس ستانکزی د پاکستان د امنیتي، سیاسي او اقتصادي ثبات په اړه په یوه راټولېدنه کې خپله اندېښنه په ډاګه کړې او ویلي یې دي چې پاکستان دغه درې واړې برخې نه شي سمبالولی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وایي، چې پاکستان سیاسي، اقتصادي او ان امنیتي ثبات نه لري.

د پاکستان اوسنی حالت د افغانستان له پخواني حالت سره مشابه کېدل

نوموړي په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، چې په پاکستان کې اوسمهال داسې وضعیت روان دی، چې تر دې وړاندې د شورویانو او امریکایانو له راتګ سره په افغانستان کې و.

د نوموړي په خبره، افغان سوداګرو په وار وار شکایت کړی چې پاکستان د افغانستان د سوداګریزو توکو پرمخ خپلې لارې بندې کړي دي.

عباس ستانکزی دغه راز زیاتوي، چې پاکستان له څه باندې دوو میاشتو راهیسې خپل سرحدونه بند کړي دي.

نور ولولئ:کمپاین کوونکي د ښځو د تعلیم مخنیوی غیر اسلامي بولي

نور ولولئ: د ښځینه زده‌کوونکو انتظار ته ځواب شته؟

نور ولولئ: عباس ستانکزی د ښځو زدکړې واجب بولي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د افغان سوداګرو له قوله وایي: «پاکستان زمونږ سبزیو، تازه او وچې مېوو ته اجازه نه ورکوي او که اجازه هم ورکړي له تورخم څخه تر واګه پورې پولیس له افغان سوداګرو غلاوې کوي.»

عباس ستانکزی وایي، چې پاکستان د افغانستان د تازه مېوو په وخت کې خپل سرحدونه بندوي.

د دواړه هېوادونو زیان

د نوموړي په وینا، له افغان سوداګرو سره د پاکستان دغه چلند د دواړو هېوادو په زیان دی او پاکستان هغه مالیه چې له افغان سوداګرو اخلي، هغه له لاسه ورکوي.

ښاغلی ستانکزی د پاکستان له حکومته غواړي، چې په دې برخه کې جدي اقدام وکړي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ و راتګ د لارو په بندېدو سره د پاکستان په بېلابېلو مارکېټونو کې د تازه مېوو او سبزیو بیې لوړېږي او په افغانستان کې یې بیې په بې مخینې توګه راټیټې کړي دي.

په دې شپو او ورځو کې چې د افغانستان د انګورو، خټکیو، مڼو، شفتالو، زردالو او نورو مېوو موسم دی، د پاکستان مارکېټونو ته نه رسېږي او هغه مېوې او سبزۍ چې له تورخم پرته بیا په نورو لارو دغه هېواد ته وړل کېږي، د کرایې د زیاتوالي له امله یې بیې هم زیاتېږي.

د پاکستان او طالبانو تر منځ هم اړیکې ترینګلي شوي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button