نړیوال خبرونه

عباس ستانکزی وايي د علم دروازې باید د چا پر مخ ونه تړل شي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د علم دروازې باید د هیچا پر مخ تړلې نه وي

نوموړي په یوې لنډه ویډیو کې چې په رسنیو کې خپره شوې او ویل کیږي چې په دوبۍ کې د افغانستان قونسلګري ده زیاته کړې چې علم په نارینه وو او ښځو فرض دی.

ښاغلي ستانکزي ویلي:”زه خپله شخصا په دې نظر یم او ما تل په دې اړه خبري هم کړي او ټول ملګري هم په همدې نظر دې راسره چې د علم دروازې باید د چا پر مخ ونه تړل شي. دا د هر چا حق دی، که هغه نر دی که ښځه، علم ورباندې فرض دی.”

د طالبانو دغه جګپوړی چارواکی په داسې حال کې ټولو ته د تعلیم د زمینې د ورکړي غوښتنه کوي چې د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې واک ته له رسیدو وروسته، طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي او په وروستي اقدام کې یې د تېر کال په ډسمبر میاشت کې په پوهنتونونو کې هم د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په دې ویډیو کې زیاته کړې چې دی او د هغه ملګري هڅه کوي دا مشکل حل کړي څو افغان نجونو او میرمنو ته د تعلیم زمینه مساعده شي.

ښاغلي ستانکزي وویل، اسلامي امارت اوس هم دا اعلان ندی کړی چې قطعا د ښځو تعلیم نه مني بلکې دا یوه موقته پرېکړه ده.

دغه جپګوړي طالب چارواکي زیاته کړه:” تر اوه نوي اته نوي پورې علمای کرام په دې نظر دي چې د ښځو تعلیم باید ازاد شي.”

دا لومړی ځل ندی چې د طالبانو دغه جګپوړی غړی د تعلیم پر فرضیت ټینګار کوي، نوموړي تر دې مخکې هم په بېلابېلو محفلونو کې ویلي چې یو ملت هغه مهال وده کولی شي چې تعلیم پکې وده وکړي.

خو د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت سرپرست خالد حفني څه وخت مخکې د ګرځندوی د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې غونډه کې وویل چې تعلیم یو مباح عمل دی

وروسته له هغې چې طالبانو د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړلې نو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزیر یې  په یوه وینا کې داسې ویلي وو:” هر چیرته چې ولاړ شئ د تعلیم په اړه ډیرې خبري کیږي. تعلیم یو مباح عمل دی او دا یوه علمي موضوع ده. عالي جنابانو، دنیوي تعلیم “غیر دیني” مباح دی. کله چې د مباح او امیر ترمنځ تعرض رامنځ ته شي، د امیر حکم واجب دی.”

پر دې سربیره د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم هم ویلي چې بې حجابي، له محرم پرته سفر، منکرات او د هلکانو او نجونو ګډ ټولګي په پوهنتونونو کې د نجونو د تحصیل د ځنډولو او بندولو عمده دلایل دي.

نور ولولئ: عباس ستانکزی د نجونو د ښونځیو په اړه څه وویل؟

سره لدې چې طالبان د میرمنو او نجونو پر مخ د پوهنې د دروازو تړل کیدل موقتي بولي او وایي چې د دې ستونزې پر حل کار روان دی خو د اسلامي همکارۍ سازمان په ګډون نړیوالو ادارو او نړیوالې ټولنې د طالبانو دا کړنه غندلې.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button