عبدلطیف منصور: موږ باید اساسي قانون ولرو
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر وايي چې طالبان باید اساسي قانون ولري
هاخوا بیا په طالبانو کې ځینې مشران او ددوی جنګیالي اساسي قانون نه مني، ځکه دوی وايي چې اسلامي شریعت موجود دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست پکتيا کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال وايي، د قانون د نشتوالي په صورت کې خپلسري رامنځته کېږي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست پکتيا کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال د قانون موجودیت یوه اړتیا بولي او په خبره یې، د قانون د نشتوالي په صورت کې خپلسري رامنځته کېږي.
اساسي قانون د وخت اړتیا ده
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست دلته پکتيا کې د سويل ختيځ زون په کچه د قومي مشرانو، دیني عالمانو او حکومتي مسوولینو تر منځ یوې ګډې غونډې ته د وينا پر مهال هيواد کې د قانون پر موجودیت ټینګار کوي او دا د وخت مهمه اړتیا بولي.
نور ولولئ: طالبانو د رسنیو د نوي قانون مسوده خپل مشر ته لېږلي
نور ولولئ: طالبان د نوي اساسي قانون د جوړېدو ادعا کوي
هغه وايي د قانون د نشتوالي په صورت کې خپلسري رامنځته او خلک له ستونزو سره مخ کيږي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، عبداللطيف منصور و ویل: د اسلامي قانون دغه مادې را واخله، د فقهې مادې را واخله، دا پښتو ته ترجمه کړه، ځکه هر سړی خو پر دې نه پوهیږي. یوازې عالمان به پرې پوهیږي، دا ټولې مادې پر پښتو یا دري ترجمه کړه، قانون اساسي یې مه بوله، ووایه دا زما د ملک (هېواد) تګلاره چې عوام هم پرې پوه شي، پوهنتون والا هم پرې پوه شي، محصل هم پرې پوه شي، اوس خو پر فقه باندې هرڅوک نه پوهیږي.
د اساسي قانون په نشتون کې خپلسري
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د خپلې وینا په یوه بله برخه کې وایي، چې د لوړو مالياتو د اخيستو او د غصب کميسيون له لوري په شخصي ځمکو کې د کار له بنديزه ورته خلک شکايتونه کوي او په خبره یې، دې ستونزو ته بايد د حل لار پيدا شي.
ښاغلي منصور و ویل: بل چې موږ ته شکایت راځي، هغه د مالیاتو دي. دغې ته یوه طریقه جوړه کړئ، دغه خلک هسې خودسره خلکو ته مه لیږئ. دغه معزز قوم دی. ځینې خلک وي، ولاړ شي پر دوکان وګرځي بس ولیکي چې دومره مالیه به راکړې، دغه کار ته یو اصول جوړ کړه.
د یادونې وړ ده چې طالبانو په لومړیو کې هم د اساسي قانون موضوع راپورته کړه، خو د ناڅرګندو دلایلو له امله یې بېرته ورکه کړه.