لوبېنړیوال خبرونه

عثمان خواجه په زړه پوری ریکارډ جوړ کړ

د اسټرالیا کرکټ لوبډلې پیلیز توپ وهونکي عثمان خواجه د پاکستان پر وړاندې ځانګړی ریکارډ جوړ کړ. هغه لومړی توپ وهونکی شو چې تر ډېره وخته پر ویکټ درېږي. 

 

نوموړي د پاکستان کرکټ لوبډلې پر وړاندې په روانه ټیسټ لوبه کې ۳۶۹ توپونو ته مخامخ شو او ۱۶۰ منډې جوړې کړې. نوموړې پخپله پاڼۍ کې ۱۵ څلوریزې او یوه شپږیزه ووهله. 

 

عثمان خواجه تر ۴۰۶ دقیقو پورې په ویکټ پاتې شو او لومړی لوبغاړی شو چې تر دومره اوږدې مودې په ویکټ درېږي او دغه ریکارډ پخپل نوم کوي. 

نور یی ولوله | طالبان: ترکیې او قطر سره د هوايي ډګرونو مدیریت په اړه یوه حل ته د رسېدو هڅه کې یو

 

له دې وړاندې دا ریکارډ د بل اسټرالیایي لوبغاړي بوب سمپسن سره و، هغه په ۱۹۶۴ کال په کراچۍ کې ۴۰۵ دقیقې پر ویکټ درېدلی و. 

 

د ویلو ده چې د اسټرالیا د پاکستان پر وړاندې په دوو ورځو کې ۱۸۰ اورونه لوبولي، ۸ لوبغاړي یې سوځېدلي او ۵۰۵ منډې لري، چې سبا به هم توپ وهنه ترسره کړي. 

 

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button