نړۍ خبرونه

عجیبه واقعه پاکستان کی په نیمه لار کې د ولاړ ریل ګاډي څخه چلوونکی شیدو یا مستو پسې بازار ته تللی

پاکستان کی  په نیمه لار کې د ولاړ ریل ګاډي څخه  چلوونکی  شیدو یا  مستو لپاره  بازار ته تلی وو پر خواله رسنیو یوه ویډیو  خپاره  شوی  چې د پاکستان یو ریل ګاډی په نیمه لار کې ولاړ  لیدل کېږي.

دې ویډیو کې یو سړی لیدل کېږي.چې په ظاهره د ریل ګاډي چلوونکی ښکاری دا سړی پلاستیکي کڅوړه کې مستې یا شېدې راوړي  ریل ګاډي ته ننوځي او له هغه څخه وروسته ریل ګاډی روانیږی. د ځايي رسنیو په رپور ږیلی  دا پېښه د پنجاب مرکزي ښار لاهور کاهنه کاچا ریل تم ځای ته نژدې رامنځته شوې. رپور  کې ویل شوي  هغه سړی چې په ویډیو کې ښکاري د ۵۲۱۷ شمېرې ریل ګاډي چلوونکي مرستیال دی، چې په نیمه لار کې د ریل ګاډي له ودرولو څخه وروسته بازار ته په مستو پسې لیږل شوی.

نور یی ولوله | نیوزیلنډ د ځوانانو لپاره د سګرېټو پر پېر او پلور بندیز لګوي

د پاکستان ریلوې وزیر اعظم سواتی د دې پېښې په اړه  ویلی  د یاد ریل ګاډي چلوونکی محمد شهزاد او د هغه مرستیال افتخار حسین یې له دندې  څخه ګوښه کړي. ښاغلی زیاته کړی. راتلونکي کې به د دا ډول پېښو اجازت  نه ورکول کېږي چی  د شخصي ګټې لپاره د ملي وسایلو کاروول د زغملو وړ نه دي. بل اړخ  د پاکستان ریلوې ادارې ویاند سید اعجاز الحسن شاه  ویلی په نیمه لار کې د ریل ګاډي  ودرول د خوندیتوب موضوع ده او دا داسې څه دي چې موږ ته لومړیتوب لري د خوندیتوب ترڅ کې بې پروايي د زغملو  وړ نه ده.

 بل اړخ  د خواله رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو پر دې موضوع خپل نظرونه ښکاره  کړی. ځینو وګړی دا موضوع د ټوکو ټکالو په کچه  اخیستې او ځینو بیا له ریل  ګاډی چلوونکي سره د طنز په ژبه خواخوږي ښکاره  کړې . چې د ریل چلوونکي ته به  ښځې  ویلي  کور ته چې راځې مستې هم درسره راوړه، که نه کور ته مه راځه.

ځینو بیا له غصی  ډکې څرګندونې هم کړې او دا یې یوه جدي موضوع بللې ده یو شمېر خواله رسنیو له لومړي وزیر عمران خان څخه  غوښتنه کړی   چې په فساد کې ښکېل حکومتي مامورین له دندې څخه  ګوښه کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button