نړیوال خبرونه

عربي اماراتو او چین افغانستان سره د طبی وسایلو مرسته وکړه

کرونا ویروس د نړۍ یو شمېر هېوادونه متاثره کړي دي. دغه وبا ورځ تر بله نور هم ګړندۍ کیږي او د پېښو شمیر زیاتیږي کرونا ویروس د نړۍ خلک او ملکونه هیران کړي دي  ډۍر هېوادونه د کرونا سره پوره په سمه توګه مبارزه نشي کولۍ او نه یی په سمه توګه مخنیوۍ کولۍشي. په دې لړ کې د متحده عربي اماراتواو چین  د کرونا سره د مبارزه کولو لپاره ګڼ شمۍر هۍوادونو سره مرستې د ستایلو وړ دي عربي اماراتو د مختلفو هۍوادونو سره مرستې کړي او لا هم دوام لري

عربي یونان هېواد سره هم د کرونا ویروس سره مبارزې له امله مرسته کړې او طبي سامانونه یی ورته استولي دي. د یو راپور له مخې د عربي اماراتو دولت ۱۱ ټنه طبي سامانونه یونان ته استولۍ تر څو د کرونا سره مبارزې کې ورسره مرسته وکړي. د يونان دولت د دغه امدادي پیکج هر کلئ کړئ او د اماراتو د دولت مننه یی کړې.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، له کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره یې له چین نه د طبي وسایلو لوی پیټی (کارګو) ترلاسه کړی دی. دا وزارت وايي، په دې بسته کې د کورونا د تشخیص وسایل، ماسکونه او نورې طبي الې شاملې دي. وړمه ورځ له عربي متحده اماراتو هم د طبي وسایلو ډکه کارګو افغانستان ته رسېدلې وه. د عامې روغتیا وزارت وايي، د عربي متحده اماراتو لخوا د کورونا د تشخیص ۲۵ زره کیټونه افغان حکومت ته سپارل شوي‌ وو.

د دې وزارت ویاند وحید مایار وايي، د کورونا د خپرېدو وضعیت ته په کتو هڅه کوي چې د تشخیص امکانات هم ډېر کړي. د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار چارشنبه ماسخوتن ناوخته ویلي چې په هرات کې د کورونا وېروس ۴۱ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي. له دې سره په ټول افغانستان کې د مثبتو پېښو شمېر شاخوا ۲۴۰ کسانو ته رسېدلی دی.

ښاغلي مایار لیکلي چې په تازه پېښو کې ۲۴ نارینه او ۱۷ ښخې دي او په دوی کې یو هم دې وروستیو کې له ایرانه نه دی راستون شوی. د روغتیا وزارت په وینا، تر اوسه په کورونا اخته لس کسان روغ شوي او پنځه کسانو ژوند بایللی. د کوېډ ۱۹ ناورغي د افغانستان ۱۶ ولایتونو ته خپره شوې چې له پلازمینې کابل او ایران سره پر پوله پرتو ولایتونو وروسته، تېره ورځ په ځینو شمالي ولایتونو کې هم ګرز بندیزونه ولګول شو چې ورسره خوراکي توکو ته د خلکو د لاسرسي کمېدو په اړه اندېښنې پيدا شوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چارشبنې پر ورځ یو فرمان صادر کړ چې حکومت به بېوزلو، اړمنو، کورنیو او بهرني بېځایه شویو کورنیو او کارګرو ته د قرنطین په ورځو کې مرستې ورکوی. د ارګ اعلامیې پر بنسټ، محمد اشرف غني بېړنۍ کمېتې ته امر کړی چې دغو کسانو ته د غنمې د وېشلو په یوه ترحه کار وکړي او هوکړه شوې چې په یوه میاشت کې ۴۰ زره کسانو ته کاري فرصتونه برابرې شي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button