سیمه

عمران خان او شاه محمود قریشي د حکومتي رازونو په افشا کولو تورن شوي

د پاکستان یوې محکمې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او بهرنیو چارو وزیر د حکومتي رازونو په افشا کولو تورن کړي

د دوی لپاره دا ځانګړې محکمه پ ۲۰۲۲ کال کې په اسلام اباد کې جوړه شوې تر څو د عمران خان، شاه محمود قریشي او د دوی د ډلې دوسیې وڅېړي.

اسلام اباد کې یوې محکمې عمران خان او شاه محمود قریشي د حکومتي رازونو په افشا کولو تورن کړل

نور ولولئ: محکمې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د محاکمې د استیناف پرېکړه ځنډولي

اسلام اباد کې یوې محکمې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان او د دغه هېواد د بهرنیو چارو پخواني وزیر شاه محمود قریشي پر ضد نوې دوسیه پرانیستله.

دوی کوم ډول اسناد افشا کړي؟

د تحریک انصاف ګوند د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱ نېټه) اعلان وکړ، چې محکمې ښاغلی خان او قریشي د “دولتي رازونو په افشا کولو” تورن کړي.

عمران خان د هغه پټ ټیلګرام په افشا کولو تورن شوی چې په واشنګټن کې د پاکستان سفیر د تېر کال په لومړیو کې اسلام اباد ته استولی و.

نور ولولئ: محکمې د عمران خان ضمانت وغځاوه

عمران خان د دې ټیلګرام په افشا کولو کې خپل لاس لرل ردوي او وايي چې د دې ټیلګرام مواد د نورو سرچینو له لارې په رسنیو کې خپاره شوي دي.

د هغه ګوند وايي، پلان لري چې د جمعې په ورځ پر ښاغلي خان او قریشي لګول شوي تورونه وننګوي.

عمران خان له همدې امله له دندې ګوښه شو

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د تېر کال په اپریل میاشت کې د پارلمان د غړو په رایو له دندې لرې کړای شو.

دا هم ولولئ:  پاکستان کې د ذکریا بلوچ ځان‌وژنه؛ نورو افغان مهاجرینو هم اندېښنه ښوولي

نوموړی له دندې څخه تر لیرې کیدو وروسته، له د ډیرو تورونو سره تر سخت فشار لاندې و.

د روان کال په زمري میاشت کې د پاکستان یوې محکمې عمران خان د مالي فساد په تور په درې کاله بند محکوم کړ چې له دغه حکم وروسته سملاسي ونیول شو.

د تحریک انصاف مشر په نېږدې راتلونکي کې په پارلماني ټاکنو کې له ګډون څخه هم محروم شوی دی.

هغه د تېر کال په وروستیو کې له افغانستان انټرنشنل سره په یوې ځانګړې مرکې کې ویلي و، چې له کفر ویلو نیولې بیا تر قتل او د دسیسو تر جوړولو پورې د ده پر ضد شاوخوا سل دوسیې موجوديدي.

په دې مرکه کې ښاغلي خان ادعا وکړه، دا دوسیې د دې لپاره جوړې شوې چې په ټاکنو کې د ده د بریا مخه ونیسي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button