نړۍ خبرونه

د عمران خان په نیول کیدو غبرګونونه راوپاريدلي

د دغه غبرګونونو په لړ کې د امريکا  متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وایي په پاکستان کې د مخکني صدراعظم عمران خان په نیول کیدو خبر دی او زیاته یې کړه هر څه چې پیښیږي باید د قانون سره سم وي

ښاغلي بلینکین سه شنبه په ورځ د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر جیزم کلیورلي سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل: ” د پاکستان په هکله مې په راپورونو کې ولیدل چې تاسو هم ورته اشاره وکړه. مونږ غواړو یقیني کړو هر څه چې په پاکستان کې پیښیږي، د قانون د حاکمیت او اساسي قانون سره سم دي.”

نور ولولئ: د پاکستان پولیسو عمران خان نيولی

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې په پاکستانه کې سوله ييزه دیموکراسي غواړي.

د پاکستان مخکنی صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر سه شنبه په اسلام آباد کې پداسې حال کې ونیول شو چې محکمې ته په هغه د لګول شویو تورونو په هکله د پوښتونو لپاره ورغلی و.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر تر څنګ د کانګرس ځینو غړیو هم د عمران خان په نیول کیدو اعتراض کړی

د استازو په مجلس کې د کلفورنیا ایالت یو استازي براډ شرمن په پاکستان کې روان وضعیت ناوړه وباله او په مستقیمه توګه د ښاغلي خان د څرګندیدو غوښتنه یې وکړه تر څو پلویان یې پوه شي چې آیا هغه مړ دی که ژوندی.

عمران خان چې تیر کال په پارلمان کې د عدم اعتماد په رای ګیرۍ کې بې واکه شو تور یې لګولی چې د صدراعظمۍ څخه په لیرې کیدو کې یې واشنګټن لاس درلود خو دا ادعا امریکا او د پاکستان حکومت رد کړې ده.

نور ولولئ: رانا ثناالله: د عمران خان نیول نه بلکې محکمې ته حاضرېدو ته اړیستل غواړو

په عین حال کې د متحده ایالاتو د کانګرس یو مسلمان غړي انډرې کارسن په اعلامیې کې د پاکستان د حکومت څخه غوښتي چې د بیان آزادۍ او خلکو راټولیدو لپاره دې لویه ژمنتیا وښیي.

نور ولولئ:د لاهور محکمې د عمران خان د نیولو پلان نور هم وځنډاوه

د استازو په مجلس کې د انډیانا ایالت دې استازي همدرانګه ویلي چې د پخوا راهیسې د پاکستان او متحده ایالاتو تر منځ د قوي اړیکو پلوي کړي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې د پاکستان د حکومت لخوا د مظاهره چیانو او منتقدینو هدف ګرځول د ژورې اندیښنې وړ دي.

د عمران خان تر نیول کیدو وروسته پراخې مظاهرې

د عمران خان تر نیول کېدو وروسته د هغه پلویانو د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې کړې دي.

په لاهور کې د ښاغلي خان پلویانو د پوځي قول اردو یو قوماندان کور په تیږو ویشتلی او د راولپنډۍ په ښار کې بیا مظاهره چیانو د پوځ په عمومي قوماندانۍ عمومي دروازه بنده کړې.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button