سیمه ییز خبرونه

عمران خان او شاه محمود قریشي په ۱۰-۱۰ کاله بند محکوم شول

د پاکستان یوې محکمې عمران خان او شاه محمود قریشي ته د ۱۰-۱۰ کاله بند سزا واوروله

محکمې په همدې قضیه کې د پاکستان بهرنیو چارو مخکینی وزیر او د عمران خان د تحریک انصاف ګوند یو مشر شاه محمود قریشي هم په لس کلن زندان سزا محکوم کړی دی.

د پاکستان محکمې پوځ ته اجازه ورکړه چې د عمران خان پلویان محاکمه کړي

د سې شنبې پر ورځ د ځانګړې محکمې قاضي ابوالحسنات ذوالقرنین د دلائلو له اورېدو وروسته په لنډ ډول د محاکمې پرېکړه واوروله او یاد دواړه کسان یې په لس-لس کاله زندان سزا محکوم کړل. د محکمې له لوري د سزا ورکولو پر مهال عمران خان او شاه محمود قریشي محکمې ته وړاندې شوي وو.

د یادونې ده، چې تېره شپه محکمې تر ناوخته پورې په دې قضیه کې د ۲۵ شاهدانو بیانونه رسماً ولیکل شول او وکیلانو پرې بحث وکړ.

imran khan
عمران خان او شاه محمود قریشي

ایا دا پرېکړه له قانوني غوښتنو سره په ټکر کې ده؟

پاکستان تحریک انصاف ګوند بیا پر خواله رسنۍ ایکس د عمران خان یو پیغام خپور کړی، چې دا پرېکړه پکې له قانوني اړتیاوو او غوښتنو سره په ټکر کې بلل شوې ده.

نور ولولئ: عمران خان وايي که له محکمې ووځم نو وبه نیول شم

نور ولولئ: عمران خان وايي، په پاکستان کې د ځنګل قانون واکمن دی

نور ولولئ: محکمې د عمران خان ضمانت وغځاوه

عمران خان په دې پیغام کې وايي، ”دا قضیه دوه ځله د اسلام اباد عالي محکمې رد کړې او له سره یې د پیل امر کړی، خو په وینا یې اوس چې د مرکزي شاهدانو له څرګندونو هم زما او شاه محمود پر ضد څه و نه موندل شول، پلانوونکي ډار شوي او غواړي له قانوني تګلارو بشپړولو پرته یې ختمه کړي.”

د عمران خان خلاف د قضیې ثبت

د پاکستان تحریک انصاف ګوند موسس عمران خان او د ده ګوندي ملګري شاه محمود قریشي ته چې کومه سزا ورکړل شوې دا د هغه دیپلوماتیک سند اړوند قضیه ده، چې ادعا کېږي عمران خان ورک کړی و.

عمران خان: کلابند یم، ښايي بیا ونیول شم

ښاغلي خان په ۲۰۲۲ کال کې یوې ولسي غونډې ته وینا کې په امریکا متحدو ایالتونو کې د پاکستاني سفیر یوه لیک په حواله وه د تحریک انصاف ګوند حکومت ختمولو توطئې ادعا کړې وه. نوموړي د دې توطئې تور پر یوه بل هېواد پورې کړی و.

خو د پاکستان ملي امنیت کمېټې په غونډه کې د سائفر په حواله د پي ټي ای حکومت دریځ رد شوی و. د ښاغلي خان حکومت له ختمېدو وروسته د دې موضوع تحقیقاتو دنده د پاکستان پلټنو ادارې ایف ای اې ته سپارل شوې وه.

وروسته به ښکاره شي چې نورې محکمې هم ورته همدا ټاکلي سزا اوروي او کنه.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button