نړیوال خبرونه

عمران خان د ننګرهار پېښې په اړه ټویټ کړی او خواشیني ېې ښودلې

عمران خان د ننګرهار پېښې په اړه ټویټ کړی او خواشیني ېې ښودلې د پاکستانوزيراعظم عمران خان تېره ورځ دجلال اباد ولايت ښار کې د پاکستان قونسلګرۍ سره د ویزو اخيستو پر مهال د ګڼې ګوڼې له امله د ۱۲ ښځو په مړينه خواشيني ښودلې

د هغه نه علاوه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت او په کابل کې د پاکستان سفارت هم په دې پېښه خواشينې ښودلې او د ويزو د ويش په اړه يې د سم مديريت غوښتنه کړې ده.د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخيل او ګڼو نورو چارواکو هم په دې پېښه خواشيني ښودلې ده.د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، والي امرخېل په ننګرهار کې د پاکستان قونسل عابد الله خپل دفتر ته ورغوښتی و او د ویزو د ويش د سم مديريت په لارو چارو ويې ورسره خبرې کړي دي.

عمران خان د ننګرهار پېښې په اړه ټویټ کړی او خواشیني ېې ښودلې
عمران خان د ننګرهار پېښې په اړه ټویټ کړی او خواشیني ېې ښودلې

د سرچینیو په وینا د پاکستان قونسلګري هره ورځ زرو کسانو ته ويزې ورکوي، خو د ویزو غوښتونکي کسان زرګونه وي؛ ځکه د ننګرهار سربېره د لغمان، نورستان، کونړ او يو شمېر نورو ولايتونو خلک هم جلال اباد ته د ویزو اخيستو لپاره ورځي، چې مديريت کول يې مشکلاتو سره مخ دی او هره ورڅ پکې جنجال وي او حلک پکې ټپیان کیږي.

اړونده خبرونه: د افغان عسکرو او نظامي سکتور سره د امریکا ملاتړ دوام کوي

ځينې راپورونه وايي، ولايتي چارواکي، مافيايي کړۍ، کمېشنکاران او د قونسلګرۍ ځينې مسؤولين د ویزو په ورکړه کې خپلې مالي ګټي لري او کوم خلک، چې په دې فساد کې ښکېل دي، هره ورځ زرګونو ډالر له دې لارې ترلاسه کوي.او خلکو ته پیسو ویزې لګوي. دويي وايي چې باید اول هغه خلک ونیول شي کوم چې پیسې اخلي او د فساد زمینه برابروي.

د پېښې رامنځته کېدول لاملپه افغانستان او پاکستان کې د کرونا له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ او ويزې بندې وې، خو چې څو ورځې مخکې سفارت او قونسلګرۍ پرانيستل شوې، د ننګرهار ولايت چارواکو پرېکړه وکړه، چې د ځايي مدني ټولنو په همکارۍ به شېرزي لوبغالي کې خلکو ته د ويزو ټوکن ورکوي او ورپسې به په ټاکلي وخت ويزو ته راځي.

د بازې مشرانو پر وینا تېره ورځ د ټوکن اخيستو لپاره د ښځو او ماشومانو په شمول لسګونه زره خلک ورغلي وو، چې د سختې ګڼې ګوڼې له امله په کې ۱۲ کسان مړه او ۱۳ نور ټپيان شوي وو.د دې سربېره د ټولنيزو شبکو فعالانو هم په دې اړه ژوره خواشينې ښودلې او حکومت يې په بې کفايتۍ او فساد تورن کړی دی. دويي وايي که چېرې دا ډول واقعې بیا تکرار شي نو عام ولس به د حکومت پر وړاندې په لاریونونو سر شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button