ژوند او ټولنهلوبې خبرونه

غواړی له ۲۵ کلنۍ وروسته خپل قد لوړ کړی؟

که غواړئ له ۲۵ کلنۍ وروسته خپل قد لوړ کړی، نو لاندې څو لارښوونې عملي کړئ

کله چې تاسو د ځوانۍ عمر ته ورسېدلی او قد مو په خپل ځای ودرېده، خو پر دې سربېره بیا هم غواړی چې قد څو انچه نور هم لوړ کړی، نو دا کار اسانه دی او امکان هم لري. ځینې داسې تمرینات شته چې د ودې له هرمون سره مرسته کوي او دا هغه هرمون دی چې د انسان قد او قامت کنترولوي. تاسو پوهېږی چې قد د هډوکو د اوږدېدو سره تړلی دی او ځینې داسې لارښوونې دي چې له دې پروسې سره مرسته کوي.

صحي او مناسب خواړه

د ښو خوړو لېست ډېر مهم دی تر څو ستاسو د قد لوړوالي سره مرسته وکړي لکه ګازرې، د هګیو زېړ، ماهي، کچالو، د چرګې غوښه، لوبیا، نخود، مېوه، سبزیجات او نور دي چې تاسو یې باید د خپلو خوړو په مهالوېش کې ځای پر ځای کړی. که غواړی چې په ترتیب سره ستاسو قد لوړ او وجود مو قوي شي، نو د یادو خوړو خوړل ضروري دي، ځکه دا خواړه ستاسو په وجود کې ویټامین، مینرالونه او نیوټرین پوره کوي. خو دا هم مه هېروی چې هره ورځ له ۶ نیولي تر ۸ ګیلاسه اوبه وڅښئ، ځکه اوبه ستاسو په وجود کې خورا ښه فعالیتونه تر سره کوي او د وجود ډېرې اړتیاوې پوره کوي. یو شي ته مو باید پام وي چې د هغو خوړو مخه ونیسئ چې ستاسو وزن زیاتوي.

نور ولولئ: د جنسي پیاوړتیا زیاتولو لپاره لاندې خواړه وخورئ

تمرینونه کول او د ځان غځول

د لمبو وهلو او سیکل ځغلولو په څېر تمرینات ستاسو د وجود یا قد په وده کې مرسته کوي، خو که تاسو د خپلو غوښتنو سره سم قد غواړئ نو د هرې ورځې تمرین سره ځان غځونه وکړئ. د هرې ورځې منظم تمرین ستاسو بدن قوي کوي او تر څنګ مو قد هم لوړېږي. دغه تمرینونه پر ځیګر څملاستلو، د پښو او لاسونو غځولو، سیده جمپ وهلو، په ولاړه یوه او بل لورته کږېدلو، مخامخ د رکوع په شکل ټیټېدلو او نورو حرکتونو څخه عبارت دي.

نور ولولئ: څنګه له خوږو شیانو او سره کړو خوړو سره علاقه کمه کړو؟

پر دې سربېره تاسو لمر واخلئ، ځکه د وجود د ودې لپاره ویټامن ډي اخیستل تر ټولو مهم دي. نو د ویټامین ډي بهترینه سرچینه لمر اخیستل دي، خو په داسې ډول چې د لمر شغاوې ستاسو بدن ته مستقما ورسېږي. کله چې تاسو لمر اخلی، نو یا دا کار د سهار له خوا وکړی او یا یې هم د مازدیګر لخوا.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button