افغانستان

غونډو کې د ښځو نه ګډون له نیوکو سره مخ دی

د افغانستان په تړاو غونډو کې د ښځو نه ګډون له ګڼو نیوکو سره مخ شوی دی

په هېواد کې ځينې ښځې له هغه څه چې د افغانستان په تړاو غونډو کې د ښځو د استازو نشتون یې ګڼي، نیوکه کوي.

دوی وايي په هغو غونډو کې چې د افغانستان په هکله وي باید د ښځو استازې حضور ولري.

حمیرا فرهنګ‌یار هغه ښځه ده چې لوړې زده کړې یې کړي او څو لسیزې یې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په برخه کې فعالیت کړی دی.

نور ولولئ: ګوتریش: په افغانستان کې ښځې له عمومي ژوند څخه محرومې شوې دي

دا وایي، چې دې ته اندېښمنه ده چې د افغانستان په تړاو غونډو کې ښځو ته د ګډون بلنه نه ورکول کېږي.

مېرمن فرهنګ‌یار د افغانستان په تړاو غونډو کې د ښځو د استازو شتون مهم بولي.

د ښځو اساسي درد ته رسده ګي نه کېږي

د ښځو د حقونو فعاله حمیرا فرهنگ یار وايي:«هغه ښځې چې په افغانستان کې دي، دوی ته باید په دغو غونډو کې بلنه ورکړل شي؛ ځکه د افغانستان د ښځو اساسي درد نن همدغه ښځې چې د ښځو د حقونو لپاره کار کوي، د هغو پرتله چې له هېواده بهر دي ښه احساس وي.»

دغه مېرمن د افغان ښځو په تړاو د نورو هېوادونو د استازو فعالیت هم ګټور نه ګڼي.

حمیرا فرهنگ‌یار زیاتوي:«نه یوازې مېرمن امیري، بلکې هېڅ مرجعې تراوسه نه دي توانېدلي هغه امتیازونه او هغه حضور چې ښځو په افغانستان کې له لاسه ورکړی، یوځل بیا د افغانستان ښځو لپاره ګټور پرېوځي.»

دا هم ولولئ:  عباس ستانکزی د ښځو زدکړې واجب بولي

د بشري حقوقو د څار بنسټ ورته نیوکه لري

بل خوا، د بشري حقونو د څار بنسټ وایي چې په کنفرانسونو کې باید د افغان ښځو او نجونو مسایلو ته لومړیتوب ورکړل شي.

نور ولولئ: د سینګارتونونو تړل به ۶۰ زره ښځې بې روزګاره کړي

د بشري حقونو د څاربنسټ د ښځو څانګې مرستیاله هیدر بار وايي:«لکه څنګه چې پوهېږو، رینا امیري او ټام وېسټ به د امریکا متحده ایالتونو د استازو په توګه له طالبانو سره وګوري. دا په بېړنۍ توګه مهمه ده چې بشري حقونه د دغو بحثونو په سر کې وي، د بشري حقونو ډېر اوږد لیست دی چې باید پرې بحث وشي، خو تر ټولو مهمه خبره د ښځو او نجونو حقونو ته لومړیتوب ورکول دي. ورځ په ورځ د طالبانو له خوا د ښځو ځپل او پر هغوی بندیزونه ډېر او ژور کېږي. په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري د ښځو د سینګارتونونو تړل، د دغو محدودیتونو یوه بېلګه ده.»

بل خوا، د اسلامي امارت ویاند وایي چې د افغانستان په تړاو په عمومي غونډو کې د ښځو د استازو حضور د اسلامي قوانینو په پام کې نیولو سره، هېڅ ستونزه نه‌لري.

دا په داسې حال کې ده چې له ښځو ګڼ حقوق اخیستل شوي او له ستونزو سره مخامخ دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button