سات تيرينړیوال خبرونه

فرهاد دریا: کورونا باید جیدی ونیسو

افغان سندرغاړي فرهاد دریا په فېسبوک کې یوه ويډيو خپره کړې او په یاده ویډيو کې یې له هېوادوللو غوښتي دي، چې کورونا ویروس جدي ونیسي او ټوکې یې ونه ګڼي، هغه خلکو ته په دې اړه اړینې سپارښتنې هم کړې دي.

نوموړي دغه ويډيوپرون (پنجشنبه، د کب ۲۲مه) نېټه باندې پر خپله فېسبوک پاڼه باندې خپره کړې ده او په دري ژبه یې ورسره لیکلي دي: ((کرونا را جدی بګیریم! این هیولا، شوخی برادر نیست!)) له ویډيو وروسته نوموړي د کابل په هوايي ډګر کې عکس اخیستی او په فېسبوک یې خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي: ((ښه هلک د کابل په هوايي ډګر کې)).

فرهاد دریا څو ورځې مخکې په ټېک ټاک کې یوه ویډيو خپره کړې وه او په یاده ویډيو کې یې افغانستان ته د خپل وروستي سفر په اړه ويلي وو، چې دا سفر یې په عمر کې تر ټولو سخت سفر یاد کړی دی.

هغه په ویډیو کې وايي: ((ماته خلک وايي، چې افغانستان ته مه ځه، ژوندی نه پاتې کېږي. وايي، خلکو سره پر لاس ستړې مه شې مه کوه، خو کومو خلکو سره به پر لاس ستړې مه شې نه کوم؟ هغو خلکو سره چې پر مین یم؟ هغو خلکو سره چې له یو عالم هیلو سره زما خواته راځي، تر څو زما لاس پر خپل لاس کې ونیسي؟ دغو خلکو ته لاس ورنه کړم؟ ځه وروره ځه!)).

ځينو خلکو فرهاد دریا د دغه ډول څرګندونو له امله تر نیوکو لاندې راوستی و او پر ټولنیزو رسنیو یې لیکلي وو، چې هغه د یوه هنرمند په حیث پر ځای د دې چې خلکو ته د کورونا ویروس نه د مخنیوي لپاره اړینې لارې چارې او سپارښتنې وکړي، هغوی له تشویقوي، چې کورونا بابېزه وګڼي او په اړه یې اندېښمن نشي.

بل خوا د فرهاد دریا ځینو مینوالو بیا د هغه ملاتړ کړی دی او ليکلي یې دي، چې افغانستان یوه ټولنیزه او سنتي ټولنه ده او دلته دا ډول برخورد چې خلک یې له فرهاد دریا او نورو افغانانو نه غواړي، اصلاً امکان نه لري، خو ښه خبره دا ده، چې له کورونا ویروس نه د ځان ژغورنې لپاره نورو مهمو وقویوي لارو باندې فکر وشي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button